مشورتي لویه جرګه؛ ټولو کمیټو خپل کارونه بشپړ کړي

جرګه

د عکس سرچینه، Malalai Shinwari Twitter

د عکس تشریح، د جرګې د ګډونوالو ۳۰ سلنه ښځې دي

په کابل کې د روانې سولې مشورتي لویې جرګې ټولو کاري کمیټو خپل کار او وروستي ګزارشونه بشپړ کړي دي او ټاکل شوې ده چې سبا پنجشنبه دوی خپلې سپارښتنې او مشورې د د دې جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي. ډېری ګډونوالو ټینګار کړی چې باید طالبانو سره سوله وشي.

له پکتیکا ولایته د دې جرګې ګډونوال او د اتمې کاري کمیټې مشر نور ولي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د جرګو خپلمنځي بحث په ښه توګه روان دی او په دیموکراتیکه فضا کې د غړو نظرونه اورېدل کېږي.

نوموړی وایي، تر سبا به ټولې کمیټې خپل بحثونه راټول کړي او له هغه وروسته به ټولې کمیتې خپلې سپارښتنې د جرګې عمومي جلسې ته وړاندې کړي.

ښاغلی نور ولي وایي، د نن ورځې په بحثونو کې نه یوزاې پر هغو څلورو پوښتنو خبرې وشوې چې د جرګې په پیل کې مطرح شوې وې، بلکې پر ګڼو نور موضوعاتو هم ګډونوالو نظر ورکړ.

جرګه

د عکس سرچینه، Malalai Shinwari Twitter

د عکس تشریح، ګډونوال وایي، ډېریو کمیټو خپل کارونه بشپړ کړي دي

د ده په وینا، د جرګې ګډونوالو یو ځل بیا پر هغو کسانو چې له دې ناستې سره یې پرېکون اعلان کړی، غږ وکړ چې جرګې ته راشي او په دې ملي پروسه کې برخه واخلي.

نوموړي تمه وښوده چې ښایي یو شمېر غیر حاضر سیاسي مشران د جرګې اختتامیه غونډه کې ګدون وکړي. د ځینو ګډونوالو په وینا، سره له دې چې د کاري کمیټو بحث او کارونه بشپړ شوي دي، خو بیا هم ښایي دا جرګه له ټاکل شوې مودې یوه ورځ اوږده شي او د جمعې پر ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون پای ته ورسېږي.

جرګه

د عکس سرچینه، Muqadasa Ahmadza Facebook

د عکس تشریح، تمه شته چې پنجشنبه د کمیټو رپوټونه عمومي جلسې ته وړاندې شي

بل لور ته د افغانستان د سولې عالي شورا قطر کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د مذاکراتو هرکلی کړی دی.

د دې شورا د دارالانشا مشر او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمیسیون مشر عمر داوودزي په یوې ځانګړې مرکه کې بي بي سي ته ویلي، لویه جرګه په هېواد کې د سولې پروسې پیل دی.

"له جرګې مخکې او وروسته قدمونه د سولې له پروسې سره مرسته کوي. خو جرګه او ددې جرګې سپارښتنې به محور وي."

ښاغلی داودزی وايي، هیله لري چې د جرګې په ورستۍ ورځ به هغه کسان په جرګه کې ګډون وکړي چې پریکون یې ورسره کړی دی. هغه زیاتوي که دغه کسان بیا هم ګډون ونه کړي، له دوی یې هیله ده چې د جرګې د غړو سپارښتنې عملي کړي.

نوموړی زیاتوي چې د لویې جرګې ټولې غوښتنې به منل کیږي چې ددې جرګې غړي یې کوي.

"ولسمشر چې د قانون ساتونکی دی د جرګې ټولې غوښتنې به ومني، مګر هغه غوښتنې چې له اساسي قانون سره په ټکر کې وي. زه یقین لرم چې د جرګې غړي به له دې قانون سره په ټکر کې غوښتنې ونه کړي."

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، تمه کېږي چې جرګه به د جمعې پر ورځ د ولسمشر غني په ګډون سره پای ته ورسېږي

عمر داودزی وايي، هیله داده چې طالبان هم د جرګې د غړو غوښتنې ومني. ځکه دده په خبره ددې جرګې غړي د ملت استازي دي او سپارښتنې یې باید دده په خبرو ټولو ته د منلو وي.

یاده دې وي چې د افغانستا د یو شمېر سیاسي مشرانو او ګدونونو په ګډون وسله والو طالبانو هم له دې جرګې سره پرېکون اعلان کړی او ګډون پکې نه کوي.

همدا راز د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو ۱۲ نوماندانو هم په دې ناسته کې ګډون نه دی کړی.

پخپله د حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله او د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي هم په دې ناسته کې ګډون نه لرٍي.

دې وضعیت ته په کتو سره ډېرو شنونکو د دې جرګې د اغېزمنتوب په اړه پوښتنې کړې دي، خو افغان حکومت وایي، د جرګې ګډونوال د خلکو استازي دي او د سیاسي مشرانو پرېکون به د جرګې پر اهمیت او کار اغېز ونکړي.