مشورتي لویه جرګه او د ښځو هیلې

د عکس سرچینه، ARG/AFG
- Author, شازیه حیا
- دنده, بي بي سي کابل
د سولې مشورتي لویې جرګې د خیمې ننوتلار کې د ګډونوالو ښځو اوږد کتار وو د دوی په منځ کې مې پام شو چې پر ځوانو او سپین سرو ډېر شمېر میندې هم د خپلو غېږو له ماشومانو سره ولاړې دي.
دې ګڼه ګوڼه کې له یوې سپین سرې سره مخامخ شوم. په ملا کوپه بي بي عایشه د افغانستان د سویلي ولایت کندهار له یوې نا امنې ولسوالۍ راغلې ده.
له روغبړ وروسته بي بي عایشې راته وویل د راډیو له لارې له دغې جرګې خبره شوه:
"ولسوال ته ورغلم، ورته مې خواست وکړ چې دغې جرګې ته د ګډون لپاره راته لارې چارې وښيي، اوس ګورئ چې د جرګې په خیمه کې ولاړه یم."
بي بي عایشې راته وویل، جګړې د دې دوه ځوانې نګندئ کونډې کړې، دوه نور زامن یې د بې وزګارۍ له کبله نشه یان شوي دي:
"راغلې یم چې په جرګه کې د خپل دردمن زړه حال ووایم."
د پنځو یتیمو لمسیانو دغه انا دومره هیله منه وه چې ګواکې د افغانستان د سولې کیلي به د جرګې په دې سپينه خیمه کې ترلاسه کړي.
بي بي عایشه وایي، "په کلیو بانډو کې مو مېندې او خویندې بورې او ورارې شوې، خوار لاس ګرځي، د لاس نیوي یې څوک نشته، دلته چې څوک خوار لاس ګرځي، ورباندې پوسخند وهل کېږي."
د کندهار دغه بوډۍ د لومړي ځل لپاره پلازمېنه کابل ته راغلې، دا وایې د سولې خبره دومره هم پېچلې نده:
دا وایي، "طالب څوک دی؟ زه څوک یم؟ زموږ ترمنځ امریکا نشته، زه او دی جنګېږو. زما غوښتنه سوله ده، زه او طالب به سوله راولو، هیڅوک یې نشي را وستی. زما پیغلې بیسواده ناستې دي، ځوانان مو بیکاره دي، مکتب نه لرو، خلک مو بې سواده دي، ټول جنجالونه زموږ په وطن کې دي. طالب ته وایم، ما سره کینه خبرې وکړه چې سوله وشي."
د لویې جرګې په خیمه کې د ځوانو ښځو د غږونو په لټه کې، له یوې ننګرهارۍ پېغلې سره مخامخ شوم.
په سر یې شین پړونی و، ویل یې راغلې یم چې وطن ته مې سوکالي راشي.
له ختیځ نه راغلې ۲۲ کلنه محصله شبانه د باروتو او چاودنو څپې له ډېر نږدې حس کړې.
"د دارالمعلمین په ټولګي کې ناست وو چې چاودنه وشوه، شیشې ماتې شوې، هرې خواته ګرد او دوړې وې څوک نه ښکاره کېدې، ډېر بد حال و، هغه ورځ مې د ژوند تر ټولو بده خاطره ده."
دوه کاله وړاندې په دغه چاودنه کې د شبانې څو ټولګیوال ټپیان شول، خو دې په وېره او اندېښنو خپلې زدکړې بشپړې کړې.
شبانه له هغې سيمې کابل ته راغلې چې یو وخت د داعش مرکز بلل کېده او اوس یې ځینو برخو کې طالبان له حکومت سره جنګيږي. دا وایې د دې سره کرښه سوله ده او بس:
"موږ ته په لومړي ګام کې سوله مهمه ده، بیا نجونو ته تعلیم، زما په کلي کې نجونو ته د لوړو زدکړو اسانتیاوې نشته، نور دې له جګړې تېر شي، سوله دې وکړي بس ده نور، ډېرې اوښکې او وینې تویې شوې."

له شبانې سره راغلې ملګرې ۲۱ کلنه سلګۍ احساس ده هغه وایې، دې لویې جرګې ته د ګډونوالو د ټاکنو بهیر ډیر ستونزمن و، خو ویاړي چې دا د کلي د سپین ږېرو ټاکلې ده
دغه محصله د جګړې اصلي قربانیان ښځې ګڼي او پر دواړو خواو د سولې غږ کوي.
"ستا مور بوره کېږي، ستا ښځه کونډېږي، ستا اولاد تیمېږي، بدبخته کېږي، ښوونځی نړېږي بیا ستا ماشوم هم له زدکړو بې برخې کېږي، د دواړو خواوو جګړې اصلي قربانیان ښځې دي، له جګړې لاس واخلئ، دا هیڅ ګټه نه لري."
دې جرګې ته ښځې له ډېرو هیلو او تمې سره راغلې دي، د ښځو په منځ کې د شپږو میاشتو مېندواره مور نرګس عمرخیل هم د خپلې مېندوارۍ په ناساز وضعیت سره شاوخوا ۲۳۰ کیلومتره لرې له بغلان د جرګې خیمې ته راغلې ده:
"غواړم ماشوم مې د جګړې له سیوري لرې په سوله کې لوی شي، نو د خپل ماشوم او خپل راتلونکي لپاره په دې جرګه کې د سولې خواست کوم."
له غور ولایت راغلې ۲۵ کلنه زرغونه کمالي له یو کلنۍ لورکۍ زیبا سره راغلې. غور کې د ځینو نورو ولایتونو په څېر د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې ثبت شوې دي.
ان دغه ولایت د یو شمېر ښځو د صحرایي محکمو شاهد هم پاتې شوی.
دغه ځوانه مور وایي د خپلې لورکی خوندي راتلونکې لپاره جرګې ته راغلې:
"نه غواړم ماشومه لور مې د جګړې په بدبختیو کې لویه شي، له طالبانو غواړم چې راشي سوله وکړي، نور به تر کومه دا وینې تویېږي."
د سولې مشورتي جړګې ته راغلې یو شمېر ښځې لکه هغوی چې ما ور سره خبرې وکړې دیرو یې مشخصې غوښتنې او هيلې لري.
خو ځينې ښځې مې هم ولیدې چې همدا د پلازمينې ليدل دوی په لویه جرګه کې ګدوڼ ته هڅولې وې. خو په ټول کې د ښځو اندېښنې یو شان وې دا چې سوله راشي او د سولې د راوستو په هڅو کې د دوی حقونه تر پښو لاندې نه شي.








