داودزی: طالبان د خپل سیاسي نفوذ په اندازه سیاسي بهیر کې د ګډون حق لري

د عکس سرچینه، Mohammad Umer Daudzai
د سولې په چارو کې ولسمشر سلاکار محمد عمر داودزی وايي، د افغانستان په سیاسي بهیر کې د طالبانو د برخې اخیستو لپاره دروازه پرانیستې ده او "دا یې حق دی دوی هم افغانان دي، دوی "نظامي قوت لري، یو څه سیاسي نفوذ هم لري. د خپل سیاسي نفوذ په اندازه د افغانستان په دولت کې د سولې لپاره باید هماغومره ونډه هم ولري."
د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داودزي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د سولې مشورتي لویه جرګه دولت ته لارښوونه کوي، چې وخت یې راشي له طالبانو سره د مفاهمې او مذاکرې لارښود ولري.
ښاغلی داودزی وايي، لویه جرګه دا واک لري چې له طالبانو سره د خبرو پر مهال دولت ته سرې کرښې، د خبرو محدوده، د خبرو اصلي چورلیځ 'محور' او لارښود وټاکي.
نوموړی وايي "دا جرګه ولس یوه چوکاټ او یوه دریځ ته راولي، ټول سوله غواړي، خو په کوم قیمت، په کوم مصلحت، چېرته، څه ډول، سوله خو په دې هم راځي چې ټول اسلامي امارت ته تسلیم شي، ایا ولس دا تسلیمي غواړي؟."
کله چې له ښاغلي دادوزي وپوښتل شول، دا مشورتي لویه جرګه ده، نه تصمیم نیوونکې، بل دا چې ډېرو شخصیتونو په کې له ګډون ډډه وکړه، چې مشروعیت یې هم تر پوښتنې لاندې راځي؟
ښاغلي داودزي وویل، دوه ډوله لویې جرګې لرو، د اساسي قانون لویه جرګه چې د مشروعیت خبره پکې مهمه ده ځکه چې په اساسي قانون کې یې یادونه شوې که کوم غړي پکې له ګډون ډډه وکړه، مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راځي. خو نورې ټولې لویې جرګې د مشورې پربنسټ جوړېږي، چې دا هم هماغه ډول ده.
دی وايي، اساسي قانون ولسمشر ته واک ورکړی چې په هره لار وي له ولس سره مشوره وکړي، مشوره د نظرپوښتنې له لارې هم کېدای شي او د خلکو راغونډولو له لارې هم.
د افغانستان حکومت وایي، د سولې په مشورتي جرګه کې د یو شمېر سیاسي مشرانو له ګډونه ډډه کول به د دې جرګې مشروعیت ونه ننګوي. لویه جرګه به سبا د نژدې ۳ زره ګډون کوونکو سره پیل شي.
کمپایني که نا کمپایني؟
ښاغلی داودزی مني چې د ټاکنو په کال ځینې خبرې او کارونه کمپایني بڼه لري او د دې جرګې ځینې خبرې به هم کمپایني وي او ځینې به یې نه وي.
د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر وايي، له هغو کسانو سره یې خبرې کړې چې په دې جرګه کې یې له ګډونه ډډه کړې، چې په وینا یې ځینو یې خپل دریځونه بېرته بدل کړي او ځینې پر خپل دریځ ټینګار لري.
ښاغلی داودزی وايي، دوی تر اوسه داسې ثبوتونه نه دي موندلي چې ګني طالبان د سولې پلویان دي، په هغه صورت کې قضاوت کولی شو چې دوی اوربند ته حاضر شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دی وايي، افغان حکومت هر وخت اوربند ته چمتو دی، که همدا شېبه هم طالبان د اوربند اعلان وکړي، دولت اوربند ورسره کوي، خو په وینا یې هغوی د اوربند مخالف دي:
"تر اوسه موږ داسې جدي ثبوتونه نه لرو چې دوی [طالبان] دې د سولې پلواین وي، هغه وخت دا قضاوت کولی شو چې دوی اوربند ته چمتو شي. د دوی مخالف لوری افغان حکومت دی، مخکې به یې ویل چې زموږ مقابل لوری امریکا ده، له هغوی سره خبرې کوي خو ولې له افغانانو سره نه کښېني، په نه کېناستو خو کومه ستونزه نه حلېږي."
تازه په تازه پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغې جرګې د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
نیوکه کوونکي وايي، په جرګه کې د ګډون کوونکو ټاکنیز بهیر روڼ نه و او د دغې جرګې د جوړولو لپاره د حکومت پر انګیزې هم شکونه شته دي.









