د مشورتي لویې جرګې پای؛ د سولې وړاندیزونه

د افغانستان پنځه ورځنۍ مشورتي لویې جرګې په اړه، چې نن پای ته رسېږي، تازه معلومات دلته لوستلی، کتلی او اورېدلی شئ. په دې جرګه کې څه باندې درې زره کسانو ګډون کړی چې له طالبانو سره د خبرو لپاره حکومت ته سلامشورې وړاندې کړي. د پرېکړه لیک تر اعلان وروسته ولسمشر د ۱۷۵ طالب بندیانو خوشي کولو او د دوه اړخیز اوربند اعلان وکړ.

ژوندی پوښښ

  1. مشورتي لویه جرګه د سیاف په خبرو پای ته ورسېده

    عبد رب الرسول سیاف د لویې جرګې پای کې وغوښتل چې د سولې خبرو له پیلېدو وروسته د عالمانو جرګه وشي او پکې د دیني مسلو متفاوت اخیستود یا برداشت په هکله پر اختلاف بحث وشي او دا ډول اختلافات اوار کړل شي.

    نوموړي د طالبانو او ولس ترمنځ اصلي اختلاف له مختلفودیني مسلو مختلف برداشت وباله.

    هغه دا هم وویل، چې د لویې جرګې د ګډوډۍ لپاره ډېر ګواښ او هڅې وې، خو امنیتي ځواکونو شنډې کړې.

    ښاغلي سیاف له ولسمشر وغوښتل چې امنیتي ځواکونه په مادي او معنوي ډول ونازوي.

    د نوموړي په دې خبرو لویه جرګه پای ته ورسېده.

    سیاف

    د عکس سرچینه، RTA

  2. وروستی, داودزی: طالبان دې هم زموږ بندیان پرېږدي

    د سولې مشورتي جرګې د سمبالګر کمېسیون مشر محمد عمر داودزي د جرګې پای کې خبریالانو ته وویل:

    "د طالبانو د ۱۷۵بندیانو خلاصون پیل دی. دا د حکومت د نیک نیتۍ په موخه کېږي. هیله ده طالبان هم زموږ بندیان پرېږدي."

    نوموړی وايي، "طالبان دې کمېسیون راولېږي، چې کوم بندیان یې چېرې دي؟ دوی دې یې تفکیک وکړي. موږ ته مشکل دی، دوی دې یې وکړي.

    په دغه جرګه کې د طالبانو نمایندګان وو، دا چې د دوی په اجازه یا د شورا په نمایندګۍ راغلي وو او که نه؟ هغه بېله خبره ده، خو د دوی د لیکو کسان وو."

    عمر داودزی

    د عکس سرچینه، rta

    د عکس تشریح، عمر داودزی: مشورتي لوی جرګه کې د طالبانو د لیکو کسان هم وو.
  3. د هر ولایت ۱۰ بندیان خوشي کول

  4. د امریکا او نورو هېوادونو مننه

    افغان ولسمشر د افغان سولې لپاره د امریکا د هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې له امریکا سره د افغانستان اړیکي بنسټیز او اوږدمهالي دي.

    د ولسمشر غني په خبره، افغان دولت د سوېلي اسیا لپاره د ډونلډ ټرمپ په ستراتیژۍ کې مهم رول درلود، چې سوله رامنځ ته کول پکې بنسټز اړخ دی.

    "سوله د افغانستان د تجرید مانا نه لري، نه د وېرې او اندېښنې ځای دی".

    هغه له هند، جاپان، جرمني او نورو مرستندویه هېوادونه هم مننه وکړه.

    ارګ

    د عکس سرچینه، ارګ

  5. وروستی, غني: حاضر یم چې اوربند عملي کړم

    ولسمشر اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې د پای مراسمو کې وویل، چمتو دی د دې لویې جرګې د وړاندیز له مخې اوربند عملي کړي، خو دا اوربند به هغه مهال وي چې طالبان هم ګام پورته کړي.

    "زه د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په صفوفو کې دا جراات او قوت وینم چې په اوربند کې نظم او دسپلین عملي کړي".

    خو زیاته یې کړه، چې دا اوربند به یو طرفه نه وي:

    ''اوربند به یو اړخیز نه وي، که طالبان په واضح ډول اوربند ته حاضر وي، نو موږ کولی شو په تخنیکي جزیاتو یې کار وکړو.''

    اشرف غني

    د عکس سرچینه، ARG

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  6. غني: غواړو افغانستان د خپلې سولې کوربه شي

    اشرف غني خپلو خبرو کې وویل، چې غواړي افغانستان د سولې خبرو کوربه خپله اوسي، ځکه پر طالبانو غږ کوي چې راشي د افغانستان هر ولایت کې غواړي د سولې خبرو زمینه ورته برابروي.

    نوموړي د ازبکستان او ترکمنستان مننه وکړه چې دافغان سولې کوربتوب لپاره یې تیاری ښودلی او زیاته یې کړه، چې اوس د طالبانو خوښه ده، د سولې خبرې په هیواد د ننه او که بهر کوي.

  7. غني: افغان سولې سره به منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا سره ونښلول شي

    اشرف غني دا هم وویل، چې د سولې نه به یې روایت دا وي چې افغانستان څه ډول سوېلي اسیا ته د انرژۍ او برېښنا رسولو په دهلېز بدل شي:

    منځنۍ اسیا څنګه له سلو کلونو وروسته له سوېلي اسیا سره ونښلول شي. او څنګه خپل کانونه اول ځل د سیمې او نړۍ مارکېټ ته ورسوو.

  8. غني: افغان سولې سره به د ګاونډیانو اقتصادي وده ډېره شي

    افغان ولسمشر خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې ګاونډیو هېوادونو ته یې دا پیغام دی چې که افغانستان کې سوله راځي د ګاونډیو اقتصادي وده به لا ډېره شي

    نوموړي وویل چې پاکستان سره به یې اړیکي د دواړو لورو په ګټو او درناوي ولاړ وي.

    هغه د پاکستان یادولو سره زیاته کړه چې له پاکستان سره به اړیکي له وېرې او ګواښ پرته او پر باور او همکارۍ ولاړې وي.

    نوموړي پر پاکستان غږ وکړ چې له افغانستان سره دوستانه اړیکي ولري او نړۍ ته وښيي چې د ګواښ پر ځای په ریښتونې همکارۍ ولاړ مناسبات له افغانستان سره لري.

  9. وروستی, د ۱۷۵ طالب بندیانو خوشي کول

    د ویډیو تشریح، د ۱۷۵ طالب بندیانو خوشي کول

    اشرف غني خپلو خبرو کې وویل، چې د روژې په خاطر او جرګې ته په درناوي د طالبانو ۱۷۵ بندیان خوشي کوي، چې له کلونو راهیسې بندیان دي:

  10. د جرګې د سولې دا پیغام ټولو کلیو ته ورسوئ, پرېکړه لیک

    پرېکړه لیک

    د عکس سرچینه، .

    جرګه

    د عکس سرچینه، ARG

    د عکس تشریح، د جرګې په وروستۍ ورځ، ولسمشر محمد اشرف غني جرګه والو ته وینا کوي
  11. اشرف غني: د سولې لومړنۍ ډالۍ به له خیرات خلاصېدل وي

    اشرف غني خپلو خبرو کې وویل چې سوله د دې ملت بې قید او شرط اړتیا ده او سولې ته رسېدلو لومړنۍ ډالۍ به له خیرات خلاصېدل وي

    نوموړي وویل، پر طالبانو غږ کووم چې د دې خاورې تر ټولو بې وزله سوله غواړي.

  12. تلپاتې سولې ته رسېدو کې ملي اجماع اړینه ده, پرېکړه لیک

    پرېکړه لیک

    د عکس سرچینه، .

  13. امنیتي بنسټونه پیاوړي شي, پرېکړه لیک

    پرېکړه لیک

    د عکس سرچینه، .

  14. اشرف غني: افغانستان زموږ ګډ کور دی

    اشرف غني: افغانستان زموږ ګډ کور دی

    دلته ټول ځکه را ټول شوي یو چې زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ور کړو.

  15. لویې لاسته راوړنې قرباني نه شي, پرېکړه لیک

    پرېکړه لیک

    د عکس سرچینه، .

  16. طالبان او دولت سوله وکړي, پرېکړه لیک

    پرېکړه لیک

    د عکس سرچینه، .

  17. ولسمشر محمد اشرف غني وویل، تاسو د ولس سوچه استازي یاست، خوښ یم چې تاسې غوندې ولس استازیتوب کوم.

  18. غني: جرګه به تر دې وروسته په ډیجیټل بڼه دوام کوي

    د دې پرېکړه لیک عملي کولو کې به له تاسو سره دوه ډوله اړیکه نیول کېږي:

    سولې اړوند ادارې به په لیکلې بڼه او تیلیفون له تاسو سره اړیکه کې وي.

    تر دې وروسته به جرګه په ډیجیټل ډول دوام مومي.

  19. اشرف غني: والیانو ته لارښوونه کوم چې ستاسو سره تماس ولري

    افغان ولسمشر مشورتي لویې جرګې ته وینا کې وویل، چې والیانو ته لارښوونه کوم چې ستاسو سره تماس ولري:

    د نوموړي په خبره، ولایتي چارواکي به د جرګې د غړو له ګټورو مشورو ګټه اخلي.

    له دې مخکې د جرګې د پرېکړه لیک ویونکو له افغان حکومت وغوښتل چې د جرګې د ګډونوالو سره اړیکي وساتي.

  20. وروستی, محمد اشرف غني: ستاسې پرېکړه لیک زموږ د کار تګلاره ده

    له کابل ښاریانو مننه چې لاربندۍ او د کاروبار بندښت یې وزغامه.

    ښاغلي غني وویل، د مشورتي لویې جرګې دا پرېکړه لیک نه دی، بلکې د افغان دولت د عمل تګلاره ده.

    اشرف غني

    د عکس سرچینه، ARG