طالبان: د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش اختلاف کم شوی

شاهین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سهیل شاهین وایي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش خبرې روانې دي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته ویلي، له امریکایي پلاوي سره په روانو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش بحث روان دی. نوموړی وایي، د بهرنیو ځاکونو د مهال وېش په اړه د دواړو خواو بېلې نېټې یادې کړې وې، خو اوس په دې اړه اختلاف کم شوی.

د وسله والو طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو شپږ پړاو پرون چارشنبه په دوحه کې پیل شو او نن پر دویمه ورځ هم خبرې روانې وې.

طالبان وایي، په دې پړاو کې هم د تېر په څېر له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش، او همدا راز د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې پر نه کارېدلو خبرې کېږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، دوی هیله لري چې په همدې روان پړاو کې دواړه خواوې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره پر یوه مهال وېش سلا شي، تر څو پر نورو مسلو هم خبرې پیل شي.

ستانکزی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شېر محمد عباس ستانکزی روانو خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي

ویل کېږي چې امریکایان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره لږ تر لږه د یوه کال موده غواړي، خو طالبان بیا ټینګار کوي چې دا چاره دې په څو میاشتو کې بشپړه شي.

د خبرو په شپږم پړاو کې د طالبانو د پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانکزی او د امریکایي پلاوي مشري زلمی خلیلزاد کوي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استول شوې یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان لپاره د جرمني هېواد ځانګړي استازي مارکس پوتزېل پرون چارشنبه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر اخوند سره کتلي دي او د سولې د خبرو پر روان بهیر ورسره غږېدلی.

جرګه وال
د عکس تشریح، د طالبانو او امریکایانو خبرو سره هم مهاله کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه هم روانه ده

ملا برادر تر دې یوه ورځ وړاندې، یعنی سه شنبه د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې لیتنا لیستاري سره هم کتلي وو. په دې وروستیو کې داسې رپوټونه وو چې اندونیزیا چمتو ده پر خپله خاوره طالبانو ته سیاسي دفتر ورکړي.

خو تر اوسه کومې سرچینې نه ده تائید کړې چې د ملا برادر او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې په کتنه کې پر دې موضوع هم خبرې شوې دي او که نه.

په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو له شپږ پړاو سره هم مهاله په کابل کې هم د سولې مشورتي لویه جرګه روانه ده. د چارشنې پر ورځ د جرکې کمیټو خپلې سپارښتنې او مشورې عمومي غونډې ته وړاندې کړې، چې پکې له طالبانو سره پر خبرو او سولې ټینګار شوی.