ورځپاڼې: طالبان به په اسانۍ اوربند ته غاړه کېنږدي

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستانۍ ورځپانې ایکسپریس ټریبیون په افغانستان کې د پاکستان د پخواني سفیر رستم شاه مومند لیکنه خپره کړې.

نوموړی په دې لیکنه کې وايي، طالبان په اسانۍ اوربند ته غاړه نه ږدي ځکه دوی پوهیږي که اوربند وشي نو د دوی لیکې به له ماتې سره مخامخ شي:

"او که خبرې بې پایلې شي نو هغه وسله وال چې خپلو کلیو او بانډو ته ستانه شوي بیرته وسله وانخلي".

خلیلزاد په اسلام اباد کې

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمی خلیلزاد وايي، له طالبانو سره سوله د دغې ډلې له خوا د دایمي اوربند منلو او د جګړې پای ته رسولو پورې تړاو لري.

خو په بلې پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز لیکلي په پام کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې وکړي.

ورځپاڼه لیکي له ښاغلي خلیلزاد سره به په دې سفر کې د سویلي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس وېلز هم ملتیا کوي او د افغان سولې ترڅنګ به پر دوه اړخیزه اړیکو هم خبرې وکړي.

ورځپاڼه لیکي خلیلزاد په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د شپږم پړاو خبرو په درشل کې اسلام اباد ته ځي.

ډیلي ټایمز ورځپاڼه د زلمي خلیلزاد هغو تازه څرګندونو ته هم اشاره کوي چې ویلي یې دي له طالبانو سره سوله د دغې ډلې له خوا د دایمي اوربند منلو او د جګړې پای ته رسولو پورې تړاو لري.

ورځپاڼه په قطر کې د طالبانو د دفتر د ویاند سهیل شاهین له قوله لیکلي د طالبانو هڅه ده په راتلونکي پړاو خبرو کې پر هغو دوه مسلو وروستۍ هوکړه وشي چې مخکې پرې خبرې شوې دي.

افغان سوله کې د ښځو ونډه

طالبان
د عکس تشریح، اوسنۍ مشورتي لویه جرګه کې ښځې نږدې ۳۰ سلنه ونډه لري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سولې په چارو کې د افغان مېرمنو ونډې ته کتنه کړې او لیکي چې مېرمنې د سولې په روانو خبرو کې ونډه غواړي خو د دوی د دې غوښتنې په وړاندې مقاومت کیږي.

ورځپاڼه لیکي دا ځکه چې افغان مېرمنې انديښنه لري چې هسې نه له طالبانو سره په خبرو کې د دوی پر لاسته راوړنو معامله وشي. ورځپاڼه لیکي میرمنې هڅې کوي لږ تر لږه د سولې په خبرو کې د ښکیلو کسانو دریمه برخه میرمنې وي که څه هم د دوی غوښتنه نیمايي ده.

امریکایۍ مجلې نیوزویک د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تازه څرګندونو ته د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن غبرګون را اخستی چې وايي د ظریف څرګندونې بې مانا او له وړاندې په دقت جوړ شوی پروپاګنډ دی.

دایران د بهرنیو چارو وزیر په تازه مرکه کې ویلي د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن، اسراییل، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هڅوي چې له ایران سره شخړه وکړي.

نیوزویک لیکي جواد ظریف له دې څرګندونو وروسته په ټویټر یوه پيغام کې ویلي جان بولټن دا منلې چې ایرانیان د ظریف په وینا د اقتصادي ترهګرۍ او ان د جګړې له لارې په نښه کوي چې د دوی د وهم له مخې غواړي رژیم بدل کړي.

ظریف په افغانستان کې د امریکا ښکیلتیا ته په اشارې ویلي پریږدئ خپل خوبونه په یوه بله بې پایه جګړه کې رښتیا کړي.