خلیلزاد: طالبانو ته مې د تاوتریخوالي له ختمولو وویل

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
د افغان سولې لپاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد وايي د سولې خبرو په تازه پيل شوي پړاو کې يې طالبانو ته په ټينگه د تاوتريخوالي د درولو ويلي. د طالب استازو او امريکايي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو شپږم پړاو وړمه ورځ په دوحه کې پيل شو.
ښاغلي خليلزاد په دې تړاو پر خپل ټوېټر پاڼه ليکلي "د خبرو په پرانيسته کې مې طالبانو ته په ټينگه وويل افغانان چې د دوى خويندې او وروڼه دي، د دې جگړې ختمېدل غواړي. اوس د وسلې د پرېښودو، د تاوتريخوالي د درولو او د سولې د منلو مهال را رسېدلى."
زلمى خليلزاد په خپلو تازه څرگندونو کې سولې ته رسېدو لپاره پر څلورو مسلو چې په وينا يې سره تړلې دي هوکړه مهمه بللې.
دې سره تړلې مسلې د امريکايي ځواکونو وتل، ترهگرۍ ضد ډاډگيرنې، د افغانانو خپلمنځۍ ناسته او يوه هراړخيز اوربند ته رسېدو لپاره د تاوتريخوالي کمېدل ياد شوي.
افغان سولې لپاره د امريکا استازي يو ځل بيا ټينگار کړى تر هغه چې پر ټولو دغو مسلو سلا نه وې شوې، هېڅ هوکړه وروستۍ نه ده.
په همدې حال کې طالبانو هم ويلي چې له امریکا سره روانو خبرو کې د بهرنیو ځواکونو د مهال وېش په تړاو پرمختګ شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي سره په خبرو کې هيله څرگنده کړې چې دا موضوع د خبرو په دغه پړاو کې وروستۍ شي.
قطري چارواکو هم د افغان سولې خبرو اترو په دې پړاو کې يوې پايلې ته چې له تمو سره سم وي د رسېدو هيله څرگنده کړې او دا پړاو يې افغان د سولې ته رسېدو لپاره يو مهمه پرمختيا بللې.
په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د درېیمې ورځې خبرې داسې مهال مخته ځي، چې کابل کې له طالبانو سره د جوړجاړي او خبرو لپاره د مشورتي لویې جرګې وروستۍ ورځ ده.
سملاسي اوربند، د بهرنیو ځواکونو وتلو ته د مهالویش چمتو کول، په افغانستان کې طالبانو ته د سیاسي دفتر ورکول، د اساسي قانون په ګډون د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو او ارزښتونو ساتل د جرګې د غړو له مهمو غوښتنو څخه دي.

د عکس سرچینه، ARG
د جرګې د رپوټ ورکولو کار په عمومي جلسه کې تر سره شو. د هرې کمېټې مشر د غړو په استازیتوب ورکړل شویو څلورو پوښتنو د خپلې کمېټې ځوابونه غونډې ته وړاندې کړل.
تر ډېره حده د کمېټو ځوابونه سره ورته وو. وړاندیزونه او نظرونه هم پر څو مشخصو موضوعاتو راڅرخېدل. یوه غوښتنه هم د طالبانو پر ملاتړو هېوادونو نړیوال فشار راوستل دي.









