مشورتي لویه جرګه؛ کمېټو عمومي غونډې ته رپوټونه وړاندې کړل

د عکس سرچینه، ARG
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
سملاسي اوربند، د بهرنیو ځواکونو وتلو ته د مهالویش چمتو کول، په افغانستان کې طالبانو ته د سیاسي دفتر ورکول، د اساسي قانون په ګډون د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو او ارزښتونو ساتل د جرګې د غړو له مهمو غوښتنو څخه دي.
د جرګې د رپوټ ورکولو کار په عمومي جلسه کې تر سره شو. د هرې کمېټې مشر د غړو په استازیتوب ورکړل شویو څلورو پوښتنو د خپلې کمېټې ځوابونه غونډې ته وړاندې کړل.
تر ډېره حده د کمېټو ځوابونه سره ورته وو. وړاندیزونه او نظرونه هم پر څو مشخصو موضوعاتو راڅرخېدل. یوه غوښتنه هم د طالبانو پر ملاتړو هېوادونو نړیوال فشار راوستل دي.
د سولې عالي شورا لغو کېدل، د ډېورنډ کرښې په تړاو مشخص سیاست لرل، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته پاملرنه او هېواد ته د هغوی راستنول، روان سیاسي نظام، اساسي قانون، د ښځو ټول حقونه او د بیان ازادي ساتل او دغه راز د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ د کمېټو د غړو له غوښتنو او وړاندیزونو دي.
د مشورتي جرګې اداري پلاوی به سبا جمعه اپریل درېیمه له یوې ګډې اعلامیې سره افغان حکومت ته وړاندې کړي.
له پلان سره سم به سبا د جرګې د غونډې وروستي مراسم د ولسمشر محمد اشرف غني له ګډون سره تر سره شي. د مشورتي لویې جرګې ۵۱ کمېټو نن 'پنجشنبه اپریل دویمه' د خپلو بحثونو او نظرونو پایلې د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړې دي.
د دویمې کمېټې مشر سید عبدالرحمن پخپل رپوټ کې د جګړې د دواړو ښکېلو غاړو ترمنځ د سم لاسي اوربند پر اعلانولو ټینګار وکړ.
د ۲۸ کمېټې مشرې شینکۍ کړوخېل، پخپل رپوټ کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش ټاکلو او د اوربند پر پیلېدو ټینګار وکړ.
۳۹مه شمېره
د جرګې مشر عبد رب الرسول سیاف وویل، جرګه والو یو ناوړه دود مات کړ، ۳۹ شمېره یې چې په ناسم پال نیول کېده، له منځه یووړه، په دې نامه کمېټه جوړه شوه چې دا یوه نېکه پیلامه وه.

د عکس سرچینه، ARG
هغې له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو ایستل او د مهمو طالب بندیانو د خوشي کولو وړاندیز هم وکړ، چې د طالبانو باور ډېر شي او یو ولایت د سولې په نوم ونومول شي چې طالبانو خبرو ته حاضر شي.
دې دا هم وویل، د قانون مطابق دې په نظام کې طالبانو ته ونډه ورکړل شي او په نظام کې دې د ځینو کړیو انحصار ختم او ټولنیز عدالت پلی شي.
اغلې کړوخېل دا هم چې د طالبانو په غوښتنه باید ځان وپوهول شي او هغه مشروع غوښتنې یې ځواب شي چې د قانون په چوکاټ کې ځای لري.
د درېیمې کمېټې مشرې معصومې حسني وویل پخپل رپوټ کې وویل، بهر کې د افغان سیاستوالو کورونه او شتمنۍ دې افغانستان ته راستنې کړل شي.
طالبانو ته افغانستان کې سیاسي دفتر
د ۲۰مې کمېټې مشرې صفیه صدیقي وویل، کابل کې باید د طالبانو د حضور لپاره دوی ته دفتر ورکړل شي.
د ۴۸ کمېټې مشر رحمت الله رحمت پخپل رپوټ کې د طالبانو او افغان حکومت له خوا د اعلان شویو پوځي عملیاتو د بندولو غوښتنه وشوه.
ښاغلي رحمت دا هم وویل، چې د بهرنیو او افغان ځواکونو له خوا دې شپني عملیات بند شي او د بندیانو د تبادلې او خلاصون لپاره دې زمینه برابره شي.
د شپږمې کمېټې مشرې سیمین نوري د خپل رپوټ وړاندې کولو پرمهال وویل، د طالب پر وړاندې باید حکومتي او سیاسي مشران سره یو موټی شي او طالبانو ته افغانستان کې سیاسي دفتر پرانیستل شي.
دې وویل، د طالبانو پر وړاندې تر یوه وخته تبلیغات بند کړي او تر معین وخت پورې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته مهالوېش وټاکل شي او د شپني عملیات ودرول شي.
هغې وویل، تېر ته په ستنېدو وېره نه لري، خو وېره یې دا ده داسې یوه نامالوم مجهول ته ورټېل وهل نه شي چې د پردې تر شا یې نور لاسونه دي.
اساسي قانون کې بدلون
د کمېټو رپوټونو کې دا هم وویل شول، چې له طالبانو سره مذاکره کوونکې ډله باید له ۱۰ کسانو کمه او تر ۱۵ ډېره نه وي او سوله د افغانانو حق دی او هېڅ ډله یا کړۍ یې د انحصارولو حق نه لري.
د اوومې کمېټې مشر عبدالقادر قلاتوال وویل، د مشورتي لویې جرګې له غړو دې ټولو ولایتونو کې دفترونه پرانیستل او له طالبانو سره اړیکې ونیول شي او د ښه نیت لپاره دې ټول بندیان خوشي کړي، د اساسي قانون په ځینو مادو کې دې بدلون راشي او قصاص دې عملي شي، ځکه چې ژوند په قصاص کې دی.
د لسمې کمېټې مشر عبدالهادي له سره د سولې د عالي شورا رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه.
دا جرګه یوه ورځ نوره هم غځېدلې ده.
د مشورتي لویې جرګې د سمبالوونکي کمیسیون ویاند عبدالرشید ایوبي بي بي سي ته وویل، جرګه یوه ورځ نوره ځکه وغځېده، چې پر لومړۍ ورځ له پلان سره سم پروګرام مخته ولاړ نه او ځینو غړو د جرګې د مشرتابه پر مستقیمې ټاکنې نیوکه وکړه او دوی غوښتل چې د خپلو رایو پر بنسټ مشران وټاکي.
دغه جرګه چې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان د هېواد له ګوټ ګوټ نه پکې ګډون لري، هدف یې له طالبانو سره د سول خبرو لپاره یو چوکاټ رامنځ ته کول دي.

طالبانو دا جرګه رد کړ او نمایشي یې بللې، یو شمېر افغان سیاستوالو او د ولسمشرۍ نوماندانو ورسره پرېکړن کړی.
د مشورتي لویې جرګې د جریان پرمهال په قطر کې د طالب استازو او امریکايانو ترمنځ د پنځم پړاو په تعقیب د شپږم پړاو خبرې هم پیل شوې او امریکايي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي هم دي.
طالب سرچینې وايي، ملا عبدالغني برادر د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې ریتنو لیستاري او ورسره پلاوي سره لیدنه کې او د افغانستان پر مسلې او له امریکایانو سره د سولې خبرو پر روان بهیر ورسره غږېدلی دی.
طالبان وايي، ملا برادر د جرمني له ځانګړي استازي مارکس پوتزیل او ورسره پلاوي سره هم کتلي او د افغان سولې پر لارو چارو ورسره غږېدلی دی.
دواړو غاړو د شپږم پړاو خبرو پر لومړۍ ورځ د تېرې ناستې د اجنډا پر دوو مهمو ټکو خبرې کړې: له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو پرضد د افغانستان د خاورې نه کارول.











