غني: امریکا او ناټو سره نوي تړون ته اړتیا نشته

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، افغان حکومت وار د مخه له ناټو او د امریکا له متحد ایالتونو سره ستراتیژیک تړونونه لري، او دې ته اړتیا نشته چې له دوی سره دې کوم نوی تړون لاسلیک کړي.
نوموړي دا څرګندونې د شنبې پر ورځ په کابل کې د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره یوه ګډه خبري ناسته کې وکړې.
له دې خبري ناسته سره سم افغان حکومت او امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ختمېدو او سولې په تړاو یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه.
ارګ کې جوړې شوې غونډې ته ښاغلي غني وویل افغان دولت د امریکا او طالبانو هوکړه کې ځینې برخو باندې ملاحظې لري چې له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې به پرې بحث وشي.
په دې وینا ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او روزنې په اړه کومه اندېښنه نشته او له طالبانو سره شوې هوکړه مشروطه ده.
غونډې ته د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وویل که طالبانو د امنیتي ضمانتونو او له افغان حکومت سره د خبرو د پیلولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي نه کړي نو امریکا به د تړون په لغوه کې ولو زړه نازړه نه شي.
ښاغلي اسپر وویل امریکا او متحدین یې ژمن دي چې افغانستان به نور د ترهګرو پر ځاله نه بدلیږي. د امریکا دفاع وزیر پر طالبانو غږ وکړ چې په هوکړه کې له شوې ژمنې سره سم دې اورکم ته دوام ورکړي او امریکا به خپلمنځي خبرو پرمهال د طالبانو چلن څاري چې د سولې پر لور ګامونه اخلي او کنه.
ښاغلي اسپر ټینګار وکړ چې امریکا او متحدین به له افغان حکومت سره امنیتی همکاري کوي.

د عکس سرچینه، ARG
د ناټو عمومي منشي ین ستولتنبرګ د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې ته په اشارې سره وویل چې دا د سولې او افغانانو لپاره یوه بریا ده. خو ده وویل چې پرمختګ د سولې قرباني کېدای نه شي، او هغه وخت به تلپاتې وي چې ښځو او ماشومانو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي شي.
د افغان حکومت او امریکا د ګډې اعلامیې مهم ټکي:
په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان او امریکا به په ګډه د هراړخیزې او پايېدونکې سولې د تړون لپاره کار کوي. دا تړون به څلور برخې لري:
1.داسې ضمانت چې نړیوال ترهګریز ګروپونه یا کسان به د افغانستان خاوره د امریکا متحدو ایالتونو او د هغې د ملګرو د امنیت خلاف نه کاروي.
2.له افغانستانه د امریکا او د ټلوالې د ځواکونو وتلو مهالوېش.
3.داسې سیاسي جوړجاړی چې د طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي تر منځ له هراړخیزو خپل منځي خبرو وروسته رامنځته کېږي.
4. اوږدمهال او هراړخیز اوربند.
په اعلامیه کې افغان دولت د اورکم هرکلی کړی او د طالبانو او امریکا تر منځ تړون يې د جګړې د پای ته رسېدو په لور مهم ګام بللی. د افغانستان دولت چمتووالی ښودلی چې له طالبانو سره خبرو ته کېني او له دغې ډلې سره اوربند وکړي.
په اعلامیه کې افغان دولت ژمنه کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون او د افغانانو د خپلمنځي خبرو پایلې ته د طالبانو د ژمن پاتې کېدو په صورت کې به له افغانسانه د بهرنیو ځواکونو د وتو ملاتړ کوي.
د اعلامېې په لومړۍ برخه کې د افغان دولت او امریکا متحدو ایالتونو ژمنه کړې چې له افغانستانه به د ترهګرۍ د ګواښ د مخنيوي لپاره دواړه هېوادونه د یو بل ملاتړ کوي. په ځانګړي ډول امریکا د افغان امنيتي ځواکونو او حکومتي بنسټونو د ملاتړ د دوام ژمنه کړې.
امریکا ته په افغانستان کې د القاعده، داعش او د اعلاميې په ټکو د نورو هغو ترهګرو ډلو او کسانو خلاف د عملیاتو اجازه ورکړل شوې چې پر امريکا او ملاتړو يې برید وکړي، خو دا عملیات باید د افغان دولت په خوښه او همغږۍ ترسره شي.
په اعلامیه کې امريکا ژمنه کړې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ خبرو ته اسانتیاوې برابروي، تر څو دا یقین تر لاسه شي چې د یو بل له "حریمه ترسره کېدونکي فعالیتونه " به د دې هېوادونو امنیت ته ګواښ نه پیښوي.
په دویمه برخه کې يې راغلي چې د طالبانو او امریکا په تړون کې د ژمنو پوره کولو ته په کتو، امريکا او افغانستان دواړه په ګډه د پوځي ځواکونو اړتیا ارزولې او دې پايلې ته رسېدلي چې د امنيتي اهدافو د پوره کېدو لپاره د اوسنۍ کچې پوځي ځواکونو ته اړتیا نشته.
په دې برخه کې د امریکا په ژمنو کې راغلي چې د امریکا او طالبانو د تړون له سلیک وروسته تر ۱۳۵ ورځو پورې به امریکا په افغانستان کې خپل پوځيان ۸۶۰۰ سرتېرو ته راټيټ کړي.
دغه راز ویل شوي چې له دې ګډې اعلاميې وروسته تر ۱۴ مياشتو به د امریکا او د افغانستان د ګډې ارزونې او خوښې له مخې او د طالبانو او امریکا تړون ته د طالبانو د ژمن پاتې کدو په صورت کې به ټول امریکايي او ایتلافي ځواکونه ووځي.
خو امریکا د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ، روزنې، تجهیز او مشورو لپاره د کلنیو بسپنو او ملاتړ راټولولو ته هم ځان ژمن ګڼلی.
اعلامیه کې ویل شوي چې افغان دولت له طالبانو سره د باور جوړونې لپاره په هغو خبرو کې برخه اخلي چې د امریکا متحده ایالات به یې زمینه برابروي. په دې خبرو کې به له دواړو لورو د پام وړ زندانیانو د خوشې کولو بهیر د عملي کولو په اړه بحث کیږي. په دې برخه کې له سره صلیبه هم مرسته غوښتل کیږي.
افغان حکومت ژمنه کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره د ډيپلوماتيکو اقداماتو له لارې به د ۲۰۲۰ د مې تر ۲۹مې د طالبانو د غړو نومونه له تور لېسته وایستل شي، خو دا به په هر حال د هراړخیز تړون او اوربند له ټینګښت تر ۳۰ ورځو نه ناوخته کېږي.
د ګډې اعلاميې په درېمه برخه کې راغلي چې امریکا به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو وغواړي چې دغه تړون او ورته نور چمتووالي په رسمیت وپېژني او ملاتړ يې وکړي.









