د ناټو مشر او د امریکا دفاع وزیر کابل ته ځي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ناټو عمومي منشي او د امریکا دفاع وزیر له افغان حکومت سره د همکاریو د دوام په اړه د ګډې اعلامیې لاسلیکولو لپاره کابل ته ځي.
د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ټاکل شوې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو عمومي منشي یان ستولتنبرګ به ( شنبه ۲۹ فبروري ) په قطر کې د طالبانو او امريکا تر منځ د سولې د تړون تر لاسلیک وړاندې په کابل کې له افغان حکومت سره د همکاریو د دوام ګډه اعلامیه لاسلیک کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ یو ویاند دواخان مينهپال وايي د دغې اعلامیې موخه د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د دوام ډاډ دی.
تمه ده چې د ناټو عمومي منشي او د امریکا د دفاع وزیر له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وګوري. بل لور ته د هند لومړي وزیرنرېندرا مودي ښاغلي غني ته لیک استولی او په ټاکنو کې یې ورته د بریا مبارکي ویلې ده.
په دې لیک کې چې د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هارش وردن شرینګلا ولسمشر غني ته سپارلی، ښاغلي مودي ویلي چې له افغان حکومت سره د ګډ کار لپاره خپله ژمنتیا تازه کوي.
په دې لیک ښاغلي غني ته بلنه ورکړل شوې چې هند ته سفر وکړي. د هند لومړي وزیر ویلي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوي.
له دې سره جوخت له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو لپاره هم چمتووالی روان دی. افغان چارواکي وايي له طالبانو سره د افغان حکومت د لومړني تماس يوه ډله هم د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلې.
د افغان ولسمشر وياند صدیق صديقي وايي افغان حکومت دا ډله د امریکا او طالبانو په غوښتنه جوړه کړې او همدا اوس په قطر کې ده خو د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون نه کوي.
له دې وړاندې ویل شوي وو چې دغه ډله به د طالبانو او حکومت د بندیانو د آزادېدو پر څرنګوالي هم لومړنۍ خبرې وکړي. خو ښاغلی صديقي وايي د طالبانو پر بندیانو به وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په خبرو کې بحث کېږي.
ښاغلی صديقي وايي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته هم پلاوی چمتو دی. هغه وايي دا ځل به د افغان حکومت پلاوی اغېزناک خو محدود وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټاکل شوې د را روانې مارچ میاشتې په لومړيو کې د افغان حکومت او طاللبانو تر منځ د سولې خبرې هم پیل شي.
ښاغلی صديقي وايي د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی به د مرکچي رول لري او پرېکړې به په افغانستان کې د حکومتي او سياسي څېرو د هغه په ټکو یوه جامعه ډله کوي. هغه وايي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو پایلې به ملي شورا او آن لویه جرګه تاييدوي.









