ولسمشر غني او د امریکا د دفاع وزیر د سولې پر بهیر غږېدلي

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني په ارګ کې له مارک اسپر سره وکتل

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر نن یکشنبه له غرمې مخکې افغانستان ته ورسېد او په ارګ کې یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل. د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې دواړو مشرانو د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت او د افغان سولې پر بهیر خبرې وکړې.

اعلامیه کې راغلي، مارک اسپر په هسکه مېنه کې د جمعې د خونړي برید په اړه له ولسمشر غني سره خواخوږي وکړه، او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د افغانانو ګډون وستایه.

د ارګ په وینا، ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د دفاع وزیر ته د هغو ګامونو په اړه وضاحت ورکړ چې افغان حکومت د فساد د مخینوي، او په ځانګړي توګه د امنیتي ادارو په چوکاټ کې د فساد د مخنیوي لپاره پورته کړي دي.

دواړه مشرانو د افغان سولې پر بهیر هم خبرې کړې دي. یاده دې وي چې افغان حکومت ټینګار کوي چې د سولې خبرې به د راتلونکي افغان حکومت لخوا له یوه پیاړوي دریځه پر مخ بېول کېږي.

اسپر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د دفاع وزیر په توګه دا کابل ته د مارک اسپر لومړی سفر دی

کابل ته له رسېدو وړاندې ښاغلي اسپر خبریالانو ته ویلي وو، هېواد یې لا هم غواړي چې وسله والو طالبانو سره په افغانستان کې د سولې هوکړې ته ورسېږي.

د اسوشیټېد پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې ښاغلي اسپر له ده سره کابل ته ورغلیو خبریالانو ته ويلي، باور لري چې هېواد یې کولای شي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي.

د هغه په وینا د سرتېرو په شمېر کې دغه کموالی نشي کولای د القاعدې او داعش پر وړاندې د امریکا په جګړې منفي اغیز وکړي.

د امریکا دفاع وزیر همداراز ټينګار کړی چې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو هر ډول وتل به له طالبانو سره د سولې خبرو د هوکړې برخه وي. دا مهال په افغانستان کې نږدې څوارلس زره امریکایي سرتېري مېشت دي.

سوله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تېره میاشت ودرول شوې

د امریکا او طالبانو ترمنځ له څو میاشتو روانې د سولې خبرې تېره سپتمبر میاشت کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا په ناڅاپي توګه ودرول شوې.

ولسمشر ټرمپ د خبرو درولو اعلان وروسته له هغه وکړ چې په کابل کې د طالبانو په یوه برید کې د یوه امریکایي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

هغه مهال طالبانو د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه غندلې وه او ګواښ یې کړی و چې د خبرو درولو تر ټولو لوی تاوان به امریکا ته رسېږي.

تر دې دمه د دواړو خواو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیلولو کوم رسمي اعلان نه دی شوی، خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد روانه میاشت اسلام اباد کې له طالب استازو سره وکتل.

ناټو

د عکس سرچینه، NATO

د عکس تشریح، د ناټو سرمنشي ویلي، طالبانو باید د سولې خبرو کې نرمي ښکاره کړي

بل لور ته د افغانستان لپاره اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا نن یکشنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دوی د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو بیا پیلېدل غواړي.

خو ښاغلي کوبیا ټینګار وکړ چې دا ځل باید په دې بهیر کې نه یوازې افغان حکومت شریک وي، بکلې مشري او واک یې هم باید له افغانانو سره وي.

یوه اوونۍ وړاندې د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ هم ویلي وو، که له افغان طالبانو سره د سولې خبرې یو ځل بیا پیل شي نو ناټو به یې هرکلی کوي، خو له طالبانو یې هم غوښتنه کړې ده چې د مذاکراتو پر مېز نرمي ښکاره کړي او له خپلو ځینو غوښتنو او شرطونو دې تېر شي.