د افغانستان لویه څارنوالي: پر ښځو د جنسي تېري ۱۵۰ قضیې مو څارلې

لویه څارنوالي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د افغانستان لویه څارنوالي وايي په تېر یوه کال کې يې پر ښځو د زور زیاتي له ۲۵۰۰ ډېرې پېښې څارلې

د افغانستان لويه څارنوالي وايي په تېرو نهو میاشتو کې يې پر ښځو د جنسي تېري له ۱۵۰ ډېرې پېښې څارلې.

بلخوا، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د جنسي تېري د اړوندو پېښو لږ شکایت ثبتېږي او د تابو په سترګه ورته کتل کېږي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي په تېر یوه کال کې يې پر ښځو د زور زیاتي له ۲۵۰۰ ډېرې پېښې څارلې چې ۱۴۹ يې د جنسي تېري اړوندې دي.

د دغه کمېسیون تازه راپور ښيي چې په تېرو اوو میاشتو کې له ښځو سره د زورزیاتي ۲۷۶۲ پېښې ثبت شوې چې د تېر کال پرتله څه باندې اته سلنه ډېروالی ښيي.

د دغه کمېسیون د راپور موندنې ښيي چې تر ټولو ډېرې پېښې د فیزيکي تاوتريخوالي دي او له هغه وروسته جنسي ځورونې دي چې ۱۲۳ مورده دي او ۲۴ يې په مشخص ډول د جنسي تېري په اړه دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر بيا وايي چې له دې سره سره د بېلابېلو دلایلو له مخې د جنسي تېري اړوندې پېښې لږې ثبتېږي.

د دغه راپور موندنو ښودلې چې پر ښځو د تاوتریخوالي کابو ټولې پېښې یعنې ۹۷ سلنه په کورنيو کې شوې.

ښځې

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، جبري ودونه، په کم عمر کې د نجونو ودول او له کوره شړل له افغان ښځو سره د تاوتریخوالی نور ډولونه په ګوته شوي چې د مخنیوي لپاره یې غوښتنه شوې ده.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون له ښځو سره د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت اوه میاشتني رپوټ کې ویلي، د تېر کال پرتله سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۸ سلنه لوړه شوې او له دوی سره ټول ټال ۸۶۱ قضیې ثبت شوې چې ۱۲۳ یې د جنسي تاوتریخوالي او ۲۴ د جنسي تېري دي.

د کمېسیون په وینا، جنسي تاوتریخوالی د افغان مېرمنو له ډېرو جدي ستونزو ګڼل کېږي چې هر کال ګڼې ښځې او نجونې ددې جنایت قرباني کېږي، خو په وینا یې په هېواد کې له ښځو سره د جنسي تاوتریخوالي پېښې تر ډېره پټې ساتل کېږي، همدا ده چې د ډېرو پېښو په اړه راپور نه ورکول کېږي.

په دې راپور کې راغلي، جنسي تاوتریخوالی په بېلابېلو ډولونو شوی، لکه جنسي تېری، نادود جنسي اړیکې، جنسي توهین او سپکاوی او د جنین جبري ایسته کول.

اقتصادي تاوتریخوالی له ښځو سره د تاوتریخوالی هغه بل ډول ثبت شوی، چې په روان کال کې یې ۴۸۵ پېښې ثبت شوې دي او له ښځو سره د ټول ټال تاوتریخوالی څه باندې ۱۴ سلنه جوړوي او د ۲۰۱۸ کال پرتله په ۲۰۱۹ کال د اقتصادي تاوتریخوالي شاوخوا ۲٫۷ سلنه ډېروالی ښيي.

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو د مالي خپلواکۍ ډېرېدو په موخه ښځو ته د کاري زمینې برابرېدو وړاندیز کوي.

په کورنۍ کې ژبنی تاوتریخوالی بېل ډول یاد شوی، چې تر ډېره د کمېسیون د رپوټ له مخې، په عامه ځایونو کې ښځې ورسره مخامخ شوې دي.

جبري ودونه، په کم عمر د نجونو ودول او له کوره شړل له افغان ښځو سره د تاوتریخوالي نور ډولونه په ګوته شوي چې د مخنیوي لپاره یې غوښتنه شوې ده.

په رپوټ کې د دغه تاوتریخوالي د ډېرېدو اصلي لاملونه په کلیوالو سیمو کې د دولت د واکمنۍ نشتوالی، له مجرمینو سره د غوڅ چلن نشتوالی، ناوړه دودونه، اداري فساد او له دندې ناوړه ګټه اخیستل په ګوته شوي.

بي بي عایشه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له بي بي عایشې سره د خپل مېړه تاوتریخوالی د هغې د پزې، غوږونو او وېښتانو غوڅېدو لامل شو

د بشري حقونو دغه راپور پر ښځو د زورزیاتي د مخنيوي د نړیوالې ورځ په مناسبت خپرېږي. د نومبر په ۲۵مه د یادې ورځې په پلمه د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ويلي "له نجونو او ښځو سره جنسي تاوتريخوالی په پېړیو نرواکۍ کې ريښې لري. باید هېره نه کړو چې جنسيتي نابرابري د جنسي تېري کلتور ته لمن وهي او د ځواک ناانډولي مهمه پوښتنه ده".

ملګري ملتونه وايي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د سږ کال له نړیوالې ورځې پیل تر راتلونکو دوو کلونو د ښځو او نجونو خلاف تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې د جنسي تېري پر موضوع تمرکز کوي او د جنسي تېري پر خلاف په ګډه درېدل يې د سږ کال شعار دی.

ملګري ملتونه وايي په نړیواله، سيمه‌ييزه او ملي کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پای ته رسولو هڅې ښيي چې د جنسي تېري او د جنسي تاوتریخوالي په برخه کې پراخ معافیت شته.