کندهار کې له ښځو سره تاوتریخوالی کم شوی

د خپريدو وخت: 19:07 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391

تېر کال له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه د پاسه ۴۰۰ پېښې ثبت شوې وې خو سږ کال دغه شمېره څه باندې ۳۰۰ ته راټیټه شوې ده.

د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې د تېر لمریز کال په پرتله سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کچه کې کموالی راغلی دی.

د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، تېر کال له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه د پاسه ۴۰۰ پېښې ثبت شوې وې خو سږ کال دغه شمېره څه باندې ۳۰۰ ته راټیټه شوې ده.

د دغه کمیسیون په وینا د ښځو د ځان وژنو په پېښو کې هم د تېر لمریز کال په پرتله کموالی راغلی، خو لاملونه یې څه دي؟

په سوېلي ولایت کندهار کې د افغانستان د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د تېر لمریز کال په پرتله کمې شوي دي.

د کندهار د بشري حقونو د دفتر د ښځو د ودې او پرمختیا د څانګې مشره مرسل احمدزۍ وايي، تېر کال له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۴۰ پېښې ثبت شوې وې خو سږ کال بیا دغه شمېره ۳۷۷ پېښو ته راټیټه شوې ده.

د اغلې احمدزۍ په وینا په دغه ولایت کې د ښځو د ځان وژنو په پېښو کې هم د تېر لمریز کال په پرتله کموالی راغلی دی.

د ښځو د ځان وژنو او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د کچې د کمېدو لاملونه څه دي؟

د کندهار د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر مشر قادر نورزی وايي، د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې د دولت حاکمیت ټینګ شوی او خلکو ته دا زمینه برابره شوې چې د بشري حقونو کمیسیون او دولت ته مراجعه وکړي.

خو ښاغلی نورزی وايي، په دې برخه کې لا ډېرې ستونزې شته او زیاتوي چې دوی د کندهار ولایت ټولو سیمو ته لاسرسی نه لري او هڅه کوي چې د حکومت په مرسته لا ډېرو سیمو ته لاسرسی پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د لوېدیځ ولایت هرات سیمه ییزو چارواکو هم ویلي وو چې په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شوې ده.

هغوی یې لاملونه د ښځو د پوهاوي د کچې لوړېدل په ګوته کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>