په ۱۹۴۵ کال کې زیږېدلې اون سان سوچي، د بورما د مخالفینو مشره ده، چې د امریکا د کانګرس له خوا بیداره او زړوره ښځه بلل شوې ده. د ۱۹۹۰ کال د فکري د ازادۍ د سخاوف جایزه یې ګټلې ده. او په ۱۹۹۱ کال یې د نوبل د سولې جایزه وګټله. په ۱۹۹۲ کال یې د هندي حکومت د جواهر لال نهرو جایزه وګټله. ځینې نورې نړیوالې جایزې یې هم ترلاسه کړې دي.







































