د ترکیې ازمیر کې د افغان کډوالو وضعیت
یوشمېر افغان کډوال د ترکیې ازمیر ښار د کډوالو په کمپ کې د چارواکو له ناوړه چلند او د کمپ د ناوړه وضعیت په اړه شکایت کړی، چې په وینا یې له تېرو درو ورځو راهیسې شاوخوا شلو ښځو او سړیو په کمپ کې د نه خوړو اعتصاب کړی دی.
ددغه کمپ یوې افغان کډوالې شکیلا حسیني بي بي سي ته د کمپ د وضعیت په اړه جزییات ورکړل.