وحید عمر: د درغلیو حکومت نه منو
د افغانستان د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله وايي د ټاکنو سياسي بهير په ټپه درېدلی او هغه پايلې به و نه مني چې د ده په خبره له درغلیو ډکې وي.
خو د تحول او تداوم ډله وایي د ملي وحدت حکومت پر سر به د دواړو ډلو ترمنځ ناستې او خبرې اترې روانې وي.
سپین تڼي د ښاغلي عبدالله د ډلې له یوه غړي وحید عمر سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي د خبرو اترو تر څو اوږدو پړاونو وروسته ولې د دوی ډله پایلې نه مني؟