افغانستان کې هرکال له ښځو سره تاوتریخوالی ډېرېږي

.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ډیر خلک او د عدلي او قضایي برخې کارکوونکي وړاندې له دې چې د ښځو حقوقي قضیې وڅېړي هره برخه کې ښځې ملامتوي.

د مبارزې له ګڼو هڅو سره سره، لا هم هرکال افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه پورته ځي.

ډېرې لږ داسې لیدل کېږي چې د ښځو د حقونو سرغړوونکي دې خپله سزا وګوري.

ایا عدلي او قضایي مرکزونه د دغو کسانو ته په سزا ورکولو کې ناغیړي کوي، که خپله ښځې له دې تاوتریخوالو سره عادت شوې او د عدالت د ټینګولو لپاره ګامونه نه پورته کوي؟.

سکینه د سلګونو هغو ښځو له ډلې یوه ده، چې د تاوتریخوالي قرباني شوې او د زرګونو هغو ښځو په کتار کې راځي چې د خپل حق د غوښتلو لپاره عدلي او قضایي ادارو ته ورځي؛ ځکه په دې ټولنه کې د دود په نوم شته تړې د ډېرو هغو مېرمنو مخه نیسي چې تاوترخوالی زغمي او د عدالت غوښتنې غږ نشي پورته کولی.

سکینې چې په مستعار نوم یې خبرې کولې جنسي تېری پرې شوی.

کله یې چې غوښتل د عدالت لپاره غږ پورته کړي د عدالت څرخ پرې چپه تاو شو.

بې وزلۍ اړه کړې وه چې په ناسم چاپېریال کې کار وکړي. د بې هوښۍ په وضعیت کې ترې لوڅ انځورونه اخیستل شوي وو او د دې د ګواښ لپاره یې ترې کار اخیسته.

سکینه وایي څارنوال د دې پر ځای چې د دې له حق نه دفاع وکړي دا یې ګواښله او مجبوره یې کړه چې د ځان او د مېړه د ژغورلو لپاره چې په سرطان اخته دی قضیه وتړي او د تېري کوونکي پر ضد له شکایته لاس واخلي، چې همداسې وشول:

''څو میاشتې مې چې دوسیه له هغه څارنوال سره وه هره ورځ به یې زنګونه راوهل ویل به یې ژر راشه که نه راځې او دوسیه دې نه بندوې زه به تا بندي کړم، خو هغه کس چې په ما تېری کړی و هېڅ یې راونه غوښته او نه یې ترې پوښتنې وکړې.

د موږګانو د وژلو دارو مې وخوړل غوښتل مې ځان ووژنم خو مړه نه شوم روغتون نه ژوندۍ راغلم.''

۱۷ کلنه لیلا د تاوتریخوالي یوه بله قرباني ده. کورنۍ یې د دې لپاره چې د دوې د نوم بدوالي لامل نه شي پرته له دې چې د دې خوښه وپوښتي واده یې کړه وروسته له هغې یې وهل ټکول پیل شول.

لیلا وایي د مېړه وهل به وزغمي خو د تره نا مشروع غوښتنه نه شي منلی:

''بشري حقونو کمیسیون ته راغلم، دوی زه د کابل ولایت ته ولېږلم. ولایت بیا د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ ته ولېږلم هلته مې هم کارونه مخ ته نه تلل یوه څارنوال به هره ورځ غوښتلم بل به یې مسخرې کولې خندل به یې زما شمېره به یې غوښته همدې څارنوالۍ کې مې قضیه پاتې وه محکمې ته لاړه نه شوه.''

لیلا وکولی شول له خپل مېړه طلاق واخلي خو بیا یې هم د کورنۍ په خوښه او بدنامۍ له وېرې واده وکړ.

ډیر خلک او د عدلي او قضایي برخې کارکوونکي وړاندې له دې چې د ښځو حقوقي قضیې وڅېړي هره برخه کې ښځې ملامتوي.

ښځه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سره له دې چې په تېرو ۱۵ کلنو کې د حقونو په پېژندلو کې ښځو ته د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره ډیرې پیسې ولګول شوې، خو لا هم ډېرې ښځې شته چې نه پوهېږي څه حقونه لري ځینې چې پوهېږي د خپلو حقونو د غوښتلو وس نه لري.

مدافع وکیله زهرا سپهر وایي ځیني مدافع وکیلان چې د قرباني شویو ښخو قضیې مخ ته وړي ناسم چلند ورسره کوي او په بدو او کنایه خبرو یې له عدالت غوښتنې ناهیلې کوي:

''دلته چې موږ ته مراجعه کوي، ډېرې کمې به هغه ښځې وي چې د تاوتریخوالي قرباني کېږي ډېر وخت یې کورنۍ راځي او موږ ته وایي چې داسې کار وکړئ چې ژوند یې خراب نه شي. موږ له خپلو موکلانو سره کېنو خبرې ورسره کوو، هڅه کوو ستونزه پیدا کړو او حل یې کړو دا ورته وایو که طلاق واخلي څومره به د دوی ژوند ستونزو سره مخامخ شي، د ماشومانو ژوند یې ګرانېږي، خو چې امکان یې نه وی بیا عدلي او قضایي برخو ته قضیه لېږو.''

یو بل مدني فعال الف خان فاروقي هم ورته باور لري او په وینا یې په افغان ټولنه کې ان هغو ښځو ته هم په بد نظر کتل کیږي چې د خپل حق او عدالت لپاره غږ پورته کوي.

د ښاغلي فاروقي په وینا "په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له هغې کچې لوړ دی چې په رسنیو کې خپریږي خو له دې کبله چې ښځې خپل غږ په سختۍ جیګوي او پر وړاندې یې ننګونې دي رسني او مدني ټولنې یې په اړه کم پوهیږي."

سره له دې چې په تېرو ۱۵ کلنو کې د حقونو په پېژندلو کې ښځو ته د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره ډیرې پیسې ولګول شوې، خو لا هم ډېرې ښځې شته چې نه پوهېږي څه حقونه لري ځینې چې پوهېږي د خپلو حقونو د غوښتلو وس نه لري.