مزارشریف کې مېرمنې ځان او دوه ماشومان له بامه 'غورځولي'

تېر کال کې د بلخ ولایت په ښاري سیمه کې ۶۰۰ سوه کسانو د ځان وژنې هڅه کړي ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر کال کې د بلخ ولایت په ښاري سیمه کې ۶۰۰ کسانو د ځان وژنې هڅه کړي ده
    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

د افغانستان په شمال مزار شریف کې یوې مور ظاهراً لومړی خپل دوه، پنځه او دوه کلن ماشومان او وروسته یې ځان د یوې ودانۍ له پنځم پوړه لاندې غورځولی دی. ډاکتران وايي د دریو واړو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د پېښې اصلي لامل نه دی مالوم خو دا مېرمن وايي له خاوند سره یې تر ټیلېفوني شخړې وروسته دا پېښه وشوه.

دغه مېرمن چې نوم یې نه دی ښودل شوی سمې خبرې نه شي کولی، په ژړا او زاریو خپل خاوند غواړي خو خاوند یې افغانستان کې نه بلکې زرګونه کیلو متره لېرې امریکا کې دی.

افغان مېرمن

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه وايي: "نه پوهېږم، سر مې خراب دی، سر مې وڅرخېد، دواړه ماشومان مې په غېږ کې ول یو ځای مو ځان واچوه، قصداً مو ځان نه دی غورځولی ".

دا ۲۶ کلنه ښځه د مزارشریف د بابه یادګار سیمې اوسېدونکې ده.

ډاکتر شفیق چې د مزار شریف په ابن سینا روغتون کې د دغې ښځې او ماشومانو درملنه کوي وايي د درېواړو روغتیايي حالت نازک دی.

د ډاکتر شفیق په وینا، "بېړنۍ او لومړنۍ روغتیايي مرستې ورسره شوي دي. دواړو ماشومانو سر تر پښو سختې ضربې لیدلې دي. مور یې هم په ورته حالت کې ده ".

لا تر اوسه د دې پېښې د عدلې طب څېړنې نه دي بشپړې شوي. خو د دغې ښځې مور وايي لور یې د خاوند له لېرې والي کړېده، ځکه مېړه یې له تېرو ۷ کلونو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي.

د ژوبلې شوې مېرمن مور د هغې مېړه بد انسان نه بولي او وايي، "مېړه یې راځي، خراب سړی نه دی ".

مور یې وايي، "هغه مهال چې دې ځان وغورځاوه ما چای څښه. دې خپل ماشومان دوکان ته بیول، موخه ېې هټۍ ته تګ و، زه نوره ترې نه یم خبره چې له کوم پوړه یې ځان وغورځاوه. "

دې وروستیو کې ډېری افغان مېرمنو د ځانوژنې هڅه کړې ده.

ټولنپوه شمس ضیا وايي کورنی تاوتریخوالی، بېوزلي، د کورنيو د غړو لېرېوالی او وزګاري هغه لاملونه دې چې له امله یې افغان ښځې د ځان وژنې هڅه کوي.

زرینه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څو ورځې وړاندې د ۲۳ کلنې زرینې مېړه د هغې دواړه غوږونه ورپرې کړل.

د مزارشریف د سیمه ییز روغتون د شمېرو له مخې یوازې په تېر کال کې د دې ولایت په ښاري سیمه کې ۶۰۰ سوه کسانو د ځان وژنې هڅه کړي ده، چې ډېرې یې ښځي دي.