"زلزلې له جنسي تېري وژغورلم"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اظهارالله
- دنده, بي بي سي پېښور
د خيبر پښتونخوا په چارسده کې يوې ١٦ کلنې نجلۍ پر دوو هلکانو تور لګولى چې بربنډه کړې يې وه او غوښتل يې جنسي تېری پرې وکړي، خو هماغه شېبه کې زلزله وشوه او تېري کوونکي وتښتېدل.
د ضلعې پوليسو په وينا له دوو تورنو کسانو يې يو نيولې او د بل لټون روان دى.
د چارسدې د پوليسو مشر افتخار شاه بي بي سي سره په خبرو کې وويل "له نيول شوي کس نه يې يوه تمانچه او موبايل ټيليفون نيولي چې د عدلي يا فورېنزېک پلټنو لپاره به لابراتوار ته واستول شي."
پوليسو سره د نجلۍ ثبت شوي بيان کې راغلي "مور مې ورڅېرمه کلي کې د قرآن ختم ته ورغلې وه چې دوه هلکان زموږ د کور پر دېوال واوښتل، په لاسونو کې يې تمانچې وې."
د پوليسو د رپوټ پر بنسټ هلکانو په زوره نجلۍ کوټې ته دننه کړې او د هغې يوه بربنډه ويډيو يې هم جوړه کړې.
نجلۍ زياتوي "دوى جنسي تيرې ته ځان چمتو کاوۀ چې زلزله وشوه، هغوى وتښتېدل او زه بيا بهر را ووتلم۔"
د سيمه ييزو پوليسو چارواکي بي بي سي سره په خبرو کې وويل داسې برېښي چې تورنو کسانو د دغې کورنۍ بدنامولو لپاره ويډيو ثبته کړې.
نوموړي زياتوي چې دواړه عامې کورنۍ او سره گاونډيان دي.
د تېرې چهار شنبې پر ورځ د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د رېشتر په کچه ۱.۶ زلزله وشوه چې د راپورونو له مخې په خيبر پښتونخوا کې يو کس مړ او د ښوونځي څلور زده کوونکي ژوبل شوي وو.











