د پېښور په سنټرل جيل کې بندي مېندې او ماشومان

- Author, کوثر اعوان وحيد
- دنده, بي بي سي پېښور
د زندان يا جيل نوم انسان لپاره نا اراموونکى دى او کله چې مې سترگې د پېښور مرکزي زندان (سنټرل جيل) پر ودانۍ ولگېدې، ناکراري مې لا ډېره شوه.
د زندان شا وخوا ته ټينگ امنيتي تدابير، چې په خيبر پښتونخوا کې له يو لړ ترهگريزو بريدونو وروسته لا سخت شوي، انسان لا نا ارامه کړي.
دغه زندان کې د نارينه سربېره څه د پاسه ٢٠٠ ښځې هم بنديانې دي، خو ډېره ځوروونکې بيا دا ده، چې دوى سره شاه وخوا پنځوس ماشومان هم بې گناه د قيد ژوند تېروي.
د پېښور د سنټرل جيل يو افسر چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي "يو شمېر دغه ماشومان همدلته په زندان کې زېږېدلي دي."
د دغه افسر په وينا پر دغو مېرمنو بېلابېل تورونه پورې شوي چې په محکمو کې د ځينو قضيې روانې دي او ځينې بيا د محکمې له لوري پړه بلل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
شازيه (مستعار نوم) چې په د پېښور په زندان کې بنديوانه ده وايي دوى سره شته ښځې له کوره د تښتېدو، بدکارۍ، او يا قاچاق په تور بنديانې شوي دي.
خو نوموړې زندان کې مېندو سره شته ماشومانو ته په اشاره وايي "د دوى گناه څه ده؟"
د سنټرل جيل چارواکي وايي دغه ماشومان خپلو مېندو سره ځکه په زندان کې دي چې د ساتلو لپاره يې څوک نشته.
په زندانونو کې له مېندو سره د ماشومانو شتون په ټولنه کې هم د بحث وړ موضوع ده.
د نړۍ په ډېرو برخو کې په دې تړاو قوانين شته چې ماشوم تر کله په زندان کې له خپلو مېندو سره پاتې کېداى شي.

پاکستان کې هم د قانون له مخې مېندې کولى شي خپل ماشومان تر درې کلنۍ پورې په زندان کې له ځانه سره وساتي. خو د پنجاب، سېند او خيبر پښتونخوا ايالتونه له دغه قانونه مستثنى شوي او ماشومان ان تر لس کلنۍ هم خپلو مېندو سره پاتې کېداى شي. خو د دغه قانون د پلي کولو په برخه کې پام نه کېږي او ماشومان تر ډېره له مېندو سره پاتې او له ډېرو حقونو بې برخې وي .
پر حکومت د نيوکو ترڅنگ د بشري حقونو ادارو ته هم گوته نيول کېږي چې ولې په زندانونو کې د له خپلو مېندو سره د بې گناه ماشومانو د شتون په اړه هغسې چې اړتيا ده خپل غږ نه پورته کوي.









