پاکستان: سلمانیانو ته ګواښنه، د مشتریانو ږېرې باید لنډې نه کړي

سلماني

د عکس سرچینه، AFP

په پښتونخوا کې یوې اسلاموالې ډلې سلمانیانو ته ګواښنه اورولې چې د ورغلو کسانو ږیرې لنډې نه کړي، وایي چې دا کار د دین خلاف دی.

په مانسېره ولسوالۍ کې سلمانیان وایي د ''تحریکِ ختم النبوت '' نړیوالې ډلې د خبرپاڼو په وېشلو سره ورته ویلې چې د خلکو ږیرې لنډې یا یې له موډ سره سمې جوړې نه کړي.

مخکې په سیمه کې د سلمانیانو هټۍ د اورپکو ډلو له خوا د خلکو د ږیرو په خرېیلو یا لنډولو په بم الوځول شوې وې.

پاکستان

د خاکي سیمې یوه سلماني چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، بي بي سي ته ویلي ده ته هم خبرپاڼه ورکړل شوې ده او ځینو خلکو څو ورځې مخکې له همدې کبله د یوه دکان هندارې ماتې کړې وې.

نوموړی وايي، یو شمېر ځوانان ورځي او له دوی غواړي، چې فرنچ او ایل کټ نومي ډیزاینونه ورته جوړ کړي، خو وايي دوی انکار کوي.

ځايي پولیس افسر شهزاد ندیم بخاري بي بي سي سره خبرو کې ویلي له ځايي سلمانیانو سره یې خبرې کړې او هغوی دا دروغ ګنګوسې بللې. نوموړی وايي هېڅوک نه شي کولای داسې وکړي.

۲۰۰۹ کال کې طالبانو د خیبر پښتونخوا سوات کې د ږیرې پر خریلو بندیز لګولی دی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ۲۰۰۹ کال کې طالبانو د خیبر پښتونخوا سوات کې د ږیرې پر خریلو بندیز لګولی دی

مانسېره په ظاهره امن سیمه بلل کېږي، خو په یو شمېر رپوټونو کې دغه سیمه کې د سخت دریځو پټنځایونو یادوونه شوې او په سیمه کې د ځینو سخت دریځو نیول کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.