د ملګرو ملتونو ویاند: د طالبانو حکومت رسمیت پېژندنه د یاد سازمان غړو هېوادونو کار دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو عمومي ویاند وايي، د حکومتونو رسمیت پېژندنې موضوع د دغه سازمان د غړو هېوادونو "په لاس کې ده."
سټيفان ډوجاریک دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د دې سازمان مرستیالې امینه محمد ویلي و، په راتلونکو دوو اونیو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې نړیوالې غونډې د جوړولو تکل لري چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو به هم پکې خبرې وشي.
خو ښاغلي ډوجاریک په نیویارک کې اوونیزې خبري ناسته کې په ډاګه کړه چې د حکومتونو په رسمیت پېژندنه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو کار دی.
نوموړي په همدې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل "اجازه راکړئ روښانه ووایم، د رسمیت پېژندنې موضوع د غړیو هېوادونو په لاس کې ده، دا خبره د دې سازمان په منشور کې روښانه راغلې."
د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړی ویاند وايي، د اغلې امینې محمد موخه دا وه چې په افغانستان کې له طالب واکمنو سره د نړیوالې ټولنې همغږي د بشري مرستو د رسونې لپاره مهمه ده.

د عکس سرچینه، @AMINAJMOHAMMED
د امینې محمد د څرګندونو سپيناوی
ښاغلي ډوچاریک وویل "زما په ګومان د هغې موخه دا نه وه چې ووايي د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو پرته بل څوک د رسمیت پيژندنې واک لري."
امینې محمد د امریکا په یوه څېړنیز مرکز کې یوې غونډې ته خبرو کې هیله مندي ښودلې چې دا خبرې به پر شرطونو ولاړ رسمیت پېژندنې پر لور لومړنیو ګامونو ته لار پرانیزي، خو ټینګار دا و چې نه پوهېږي دا کار به اوسني وضعیت ته په کتو شونی وي که نه.
د ملګرو ملتونو ویاند وايي، د افغانستان په اړه دوحه کې غونډه به د مې پر لومړی او دویمه جوړېږي چې کوربتوب به یې د دغه سازمان مشر انتونیو ګوتېرېش کوي.
د ملګرو ملتونو د ویاند په وینا، د دغه ډول غونډو موخه دا ده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې "د شریکو موخو" لپاره سره یوه خوله کړي. هغه زیاتوي چې په دوحه کې کېدونکې ناسته به "د بندو دروازو تر شاه وي" چې د افغانستان د حالاتو په اړه ګډ دریځ پیدا کړي.
د ملګرو ملتونو له دغه ویاند بیا بیا وپوښتل شول چې ایا د طالبانو د حکومت استازی به هم دغې غونډې ته وبلل شي؟
د هغه ځواب و: "اوسمهال نه، د دې غونډې هدف دادی چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ځانګړي استازي سره راټول کړو."
وروسته له هغه چې پر افغانستان طالبان بیا واکمن شول، ګڼو هېوادونو خپل سفیران او استازي د قطر پلازمینې دوحې ته ولېږدول.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Facebook پای
په دوحه کې د طالبانو د دفتر مشر سهیل شاهین هم له بي بي سي پښتو پاڼې سره په مرکه ویلي و، چې په رسمي ډول د دغې غونډې په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.
خو د دوی د حکومت رسمیت پېژندنې لپاره یې د ملګرو ملتونو لخوا د جوړېدونکې ناستې هرکلی کړی.
د ښځو او بشري حقونو په اړه د طالبانو د ځپونګو تګلارو له امله د ملګرو ملتونو دفترونو کې ښځینه کارکوونکې هم له کاره منع کړل شوې چې پراخ غبرګونونه پارولي دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، که طالبانو له خپلې دغې پرېکړې په شاه نه شي، ښايي له افغانستانه ووځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونه د نړیوالو میلیاردونه بسپنې میلیونونو ځپل شویو افغانانو ته رسوي او وېره دا ده که دغه مرستې کمېږي او یا هم ملګري ملتونو له دغه هېواده وځي، ښايي د هغو ژوند لا نور له کړاو ډک شي چې پر دغو مرستو یې ژوند ولاړ دي.








