ملګري ملتونه وايي، که د طالبانو حکومت ښځو ته د کار اجازه ور نه کړي،‌ له "افغانستانه د وتو پرېکړې" ته چمتو دي

د یو این ډي پي رپوټ کې ویل شوي، چې نجونو ته د زدکړو او ښځو ته د کاري فعالیتونو له اجازې ورکولو پرته د افغانستان اقتصادي بیا رغېدنې بهیر پڅ ښکاري.

د عکس سرچینه، JAVED TANVEER

د عکس تشریح، د یو این ډي پي رپوټ کې ویل شوي، چې نجونو ته د زدکړو او ښځو ته د کاري فعالیتونو له اجازې ورکولو پرته د افغانستان اقتصادي بیا رغېدنې بهیر پڅ ښکاري.

ملګري ملتونه وايي، که و نه توانېږي، چې طالبان افغان ښځینه کارکوونکو ته د دې سازمان په ځايي دفترونو کې د کار اجازې ورکولو ته وهڅوي، په مې میاشت کې له افغانستانه د وتلو ''زړه ماتوونکې'' پرېکړې ته چمتو دي.

د اسوشیټډ پریس په رپوټ کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې ''یو این ډي پي'' مدیر اچیم سټيېنر له قوله ویل شوي چې ملګري ملتونه په دې هیله له طالبانو سره مذاکرات کوي چې د روانې میاشتې هغې پرېکړې لړ کې به استثنا ورکړل شي، چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو ځايي ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه ونیوله.

د اي پي په رپوټ کې د نوموړي له قوله زیاته شوې چې ملګري ملتونه همدا اوس په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو ارزونه کوي، په مذاکراتو بوخت دي، خو په وینا یې پر بنسټیزو اصولو چې بشري حقونه دي هېڅ جوړ جاړی نه کوي.

ښاغلي سټيېنر وايي، طالبانو یو شمېر افغان ښځو ته د کار اجازه ورکړې، خو بل لور د ملګرو ملتونو یو رپوټ چې د سې شنبې پر ورځ خپور شوی ښيي چې افغانستان کې په داسې حال کې د لا نورو ښځو فعالیتونو ته اړتیا لیدل کېږي، چې د دې هېود اقتصاد مخ پر ځوړ وضعیت کې دی.

'د افغانستان ټولنیز - اقتصادي لید'

ملګري ملتونه وايي، د بهرنیو مرستو کمېدل به د افغانانو اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي، د بهرنیو مرستو کمېدل به د افغانانو اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړي.

د ملګرو ملتونو پر مختیايي ادارې ''یو این ډي پي'' چې د 'د افغانستان ټولنیز - اقتصادي لید' نوم ورکړل شوي، ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د صاداراتو زیاتوالي، د افغانۍ ارزښت کې د ثبات، او انفلاسیون کمې کچې په بڼه خورا مثبتې اقتصادي اشارې ولیدل شوې.‌

خو رپوټ کې زیاته شوې د نفوس ډېروالي چټکې کچې لپاره به د افغانستان په پولو کې دننه د خدماتو او تولیداتو کچه ناکافي وي او له همدې کبله به سړي سر کلنی عاید د ۲۰۲۲ کال له ۳۵۹ امریکايي ډالرو په ۲۰۲۴ ( که ۲۰۲۳ دي؟) کال کې ۳۴۵ امریکايي ډالرو ته ټیټ شي.

ملګري ملتونه وايي، له همدې کبله د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې د اټکل له مخې د افغانستان مجموعي خالص تولید یا جي ډي پي کچه درې اعشاریه شپږ سلنه ټیټه شوه.

د یو این ډي پي رپوټ کې ویل شوي، چې نجونو ته د زدکړو او ښځو ته د کاري فعالیتونو له اجازې ورکولو پرته د افغانستان اقتصادي بیا رغېدنې بهیر پڅ ښکاري.

رپوټ وايي، ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو سره د افغانستان اقتصادي پرمختګ ۲۰ اعشاریه اووه سلنه غورځېدو خبره شوې. د ملګرو ملتونو په وینا د دې کمسارې ضربې له کبله افغانستان تر ټولو د ډېرو بې وزله هېوادونو په کتار کې پاتې شو.

افغانستان ته بهرنۍ مرستې

د ملګرو ملتونو مسوولین وايي، په اقتصاد او ټولنیز ژوند کې د افغان ښځو له رغنده رول پرته به ثبات لرونکې اقتصادي بیا رغاونه شونې نه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو مسوولین وايي، په اقتصاد او ټولنیز ژوند کې د افغان ښځو له رغنده رول پرته به ثبات لرونکې اقتصادي بیا رغاونه شونې نه وي.

په رپوټ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې استازي عبدالله الدرداري له قوله ویل شوي: "په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته د درې اعشاریه اووه میلیاردو ډالرو بهرنیو مرستو له کبله د افغانستان اقتصاد په بشپړه توګه له پرځېدو وژغورل شو."

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې د ۲۰۲۲ کال ټولټال درې اعشاریه اووه میلیاردو بهرنیو مرستو له جملې درې اعشاریه دووه میلیارده یې د ملګرو ملتونو له لوري افغانستان ته راغلې دي.

د رپوټ له مخې ملګرو ملتونو له ۲۶ اعشاریه یو میلیون افغانانو سره مخامخ مرستې کړې، د افغانۍ ثبات لړ کې یې مرسته کړې، د انفلاسیون زیاتوالي مخنیوي کې یې رول درلود او دغه راز یې په نورو اقتصادي برخو کې رول رغنده و.

په رپوټ کې ویل شوي، که د بهرنیو مرستو کچه د درې اعشاریه اووه میلیونو تر حده پاتې شي، د ۲۰۲۳ کال اوږدو کې به د افغانستان جي ډي پي کچه تر یو اعشاریه درې پورې لوړه شي. خو د رپوټ په ټکو په اوږده مهال کې د افغانستان اقتصاد بیا رغېدنې اشارې په ځانګړې توګه د طالبانو سختو پالیسیو له کبله د بهرنیو مرستو خنډ او ځنډ له کبله کمزوري ښکاري.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې د اسیا، پیسفیک سمیه ییزې مشرې کاني ویګناراجا له قوله ویل شوي: "په اقتصاد او ټولنیز ژوند کې د افغان ښځو له رغنده رول پرته به ثبات لرونکې اقتصادي بیا رغاونه شونې نه وي. یوازې د نجونو زدکړو بشپړ فعالیت او ښځو ته د کار او زدکړو پرلپسې وړتیا لرل د پرمختګ رښتینې هیله ژوندۍ ساتلای شي."

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګري ملتونه وايي، د ښځو او نجونو پر حقونو رسمي محدودیتونه او دغه راز د ملګرو ملتونو د ځايي ښځینه کارکوونکو پر فعالیت بندیزونه نه یوازې اقتصادي تولیدات اغېزمنوي، بلکې د مرستو رسولو پر بهیر هم اغېز کوي.

د یو این ډي پي رپوټ کې راغلي، د سیمې په هېوادونو کې نامطلوب جیو پولټیکل عوامل او اقتصادي ستونزې بیا داسې څه دي، چې افغانستان ته یې هم د اغېزو رسېدو اندېښنې شته. د رپوټ له مخې ځینو بیوزله افغانانو وار له مخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره خورا سخت اقدامات کړي، چې "ځینو یې کورونه، ځمکې یا نور جایدادونه پلورلې، ځینو بیا ان د مزدورۍ ته د خپلو ماشومانو لېږلو او یا د پیسو بدل کې د ماشومو نجونو ودولو غوندې ځورونکو اقداماتو ته مخه کړې."

رپوټ کې د هغو افغانانو شمېر خورا زیات ښوول شوی، چې د بیوزلۍ له کرښې لاندې ژوند کولو ته اړ شوي دي. د رپوټ له مخې په ۲۰۲۰ کال کې د داسې افغانانو شمېر ۱۹ میلیونه وو، چې د بیوزلۍ تر کرښې لاندې یې ژوند کاوه، خو په ۲۰۲۲ کال کې بیا دا شمېر ۳۴ میلیونو کسانو ته ورسېد.

رپوټ د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې استازي عبدالله الدرداري له قوله وايي: "که سږ کال بهرنۍ مرستې کمې شي، افغانستان ښايي د پاڼ له ژۍ ګړنګ ته وغورځېږي."