ملګري ملتونه: د افغانستان خلک یوازې مرستو ته نه، بلکې د ژوند لپاره یوه فعال اقتصاد ته اړتیا لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې مشر مارټن ګریفیټس اود سره صلیب نړیوالې کومېټې ریس پیټر مور د افغانستان پر موضوع د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لارو چارو پر موندلو خبرې کړې.
ښاغلي ګریفټتس له دې لیدنې وروسته ویلي، افغانستان یوه فعال اقتصاد ته اړتیا لري. نوموړي د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره له یو انلاین غونډې وروسته په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:
''زموږ پیغام څرګند و: د افغانستان خلک یوازې مرستو ته نه، بلکې د ژوند لپاره یوه فعال اقتصاد ته اړتیا لري. د اصولو په چوکاټ کې د امریکايي مشرتابه هغو عملي هڅو متاثر کړم چې د نورو ستونزو رامنځته کېدو مخنیوي لپاره یې کوي. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېریش ددې غونډې هدف د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو دننه کولو لپاره دیوه اغېزمن میکانیزم او همدارنګه عادي حالت ته د افغانستان د بانکي سیستم بېرته ګرځېدل وبلل.
بل لور د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې لیدنې په تړاو ویل شوي، ښاغلي بلېنکن د امریکا نژدې ۳۰۸ میلیونو ډالرو مرستې یادونه وکړه، چې افغانستان سره یې کړې او په وینا یې له افغانانو سره به د امریکا مرستو دا لړۍ روانه وي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا په یوه ټویټر پیغام کې په دې هکله ویلي، د ملګرو ملتونو بشري مرستو چارو مشر او ای سي ار سي مشر سره غونډه کې یې له دې ادارو سره د امریکا د مرستو پر همغږي کولو خبرې کړې دي.
نوموړی زیاتوي: ''د امریکا خلک د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمن دي. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، د امریکا مرستې به هغو مرستندویه ادارو ته ورکول کېږي چې د خوړو، سرپناه، نضافت او دارو درملو برخه کې له افغانانو سره مرستې کوي.
د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش پرون د هغو مقرراتو د ځنډولو غوښتنه هم کړې چې په وینا یې د هغو لګښتونو مخه نیسي چې په افغانستان کې د خلکو د ژوند ژغورولو لپاره ورته بېړنۍ اړتیا ده.
په تېر اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره نړیوالې مرستې تر ډېره بندې شوې او د افغانستان د بهرنیو اثارو زیرمې کنګل شوې دي، چې ډېره برخه یې په امریکا کې ده، خو د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر له لیدنې وروسته د دې پیسو خوشي کېدو په هکله څه نه دي ویل شوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلی بلېنکن د ملګرو ملتونو له مسوولینو سره په دې تړاو غږېدلی چې داسې لارې چارې ولټول شي، چې په افغانستان کې بشري مرستې تر هغو کسانو پورې ورسېږي چې اړتیا ورته لري او دغه راز د بشري مرستندویانو پر شمېر ډېرېدو یې خبرې کړې دي.
ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو تېره اونۍ په افغانستان کې دننه له ۲۲ میلیونه کسانو او دغه راز له هغو پنځه اعشاریه اووه میلیونه افغانانو سره چې په کوردننه بې ځایه شوي او یا پنځو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، د بشري مرستو لپاره د پنځه میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې.









