افغان اقتصاد: ملګري ملتونه وايي راتلونکې درې مياشتې لا خرابېدونکې دي
ملگري ملتونه وايي په تېرو څو مياشتو کې، بېلا بېلو عواملو، د افغانستان د منځني عايد لرونکو کورنيو اقتصاد ډېر زيانمن کړی دى.
پر کابل د طالبانو له ولکې راهيسې د اقتصاد پرځېدل، د کورونا وبا، د څه باندې ۴۰ کلونو جگړو له امله د خلکو بې ځاېه کېدل او پرله پسې وچکالۍ د افغان اقتصاد د خرابېدا لاملونه ياد شوي دي.
ملگري ملتونه خبردارى ورکوي چې په راتلونکو دریو مياشتو کې به دا حاالت لا خراب شي.