جي اووه هېوادونه: طالبانو سره اړیکې د دوی کړنو پورې تړلې

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو "جي۷" بهرنیو چارو وزیرانو جاپان کې د ناستې پر مهال د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي دوی پرې هوکړه کړې چې د طالبانو لخوا له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کېدو غوښتنه، د دوی (طالبانو) په کړنو پورې تړلې ده.
له دې سره د جي۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې بیانیه کې راغلي چې "موږ په سملاسي ډول د [طالبانو حکومت] د نه منلو وړ پرېکړو د لغوه کېدو غوښتونکي یو، چې بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ محدودوي."
په دې لړ کې په ځانګړې توګه د طالبانو لخوا افغانستان کې په موسسو او غیردولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار د وروستي بندیز یادونه شوې.
امریکا، بریتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، جاپان او ایټالیا د جي۷ غړي یا د نړۍ اووه ستر اقتصاد لرونکي هېوادونه دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو ټولو اړوندو دفترونو د طالبانو حکومت د دغه اقدام له کبله افغانستان کې فعالیت درولی او د ښځینه کارکوونکو ترڅنګ یې نارینه کارکوونکي هم پر کور ناست دي.
بلخوا تاز اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام "یواینډيپي" د مشر اچیم سټین په حواله لیکلي چې که طالبان په غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار ته اجازه ورنه کړي، دوی ښايي راتلونکې مې میاشت کې له افغانستانه د وتلو 'خواشینوونکې' پرېکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې رپوټونه وايي یو شمېر نړیوالو ادارو لا مخکې له افغانستان خپل دفترونه پاکستان ته لېږدولي دي.
طالبان د افغان ښځو کار او د نجونو زدکړې د افغانستان کورنۍ موضوع ګڼي.
تازه د دوی مشر مولوي هبتالله اخوند د کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام کې ویلي چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.
هغه همدا راز زیاته کړې چې د افغانستان ابادي د افغانانو خپل مسوولیت دی او د دې کار هیلې نورو پورې غوټه نه کړي.

د عکس سرچینه، Alamy
د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد هم د فرانسې خبري اژانس سره تازه مرکه کې د خپل مشر همدا خبرې تکرار کړې.
نوموړي ویلي "هغه ارزښتونه او قوانین چې په افغانستان کې اجرا کېږي، یوازې په افغانستان پورې اړوند دي او نورو هېوادونو سره تړاو نه لري."
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی چې بهرني هېوادونه باید له کابل سره په تعامل د افغانستان وضعیت مطالعه او په غور وڅاري او دا چې د دوی له حکومت سره د مسایلو د شریکولو له لارې دریځ ونیسي.











