اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو ادارو کې د ښځو کار پر بنديز اندېښنه ښودلې او له طالبانو يې غوښتي چې د ښځو حقونه ورکړي

اروپايي ټولنه

د عکس سرچینه، Getty Images

وروسته تر هغه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما په ننګرهار ولایت کې د دوی په دفتر کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخنیوي په اړه خبر ورکړ، اروپايي ټولنې هم په دې اړه سخت غبرګون ښوولی دی.

دغې ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، "اروپايي ټولنې د اپرېل په څلورمه نېټه په بشپړې حیرانۍ سره خبر ترلاسه کړی، طالبانو پرېکړه کړې چې افغان مېرمنې د ملګرو ملتونو اړوندو مرستندویه ادارو او پروګرامونو کې کار کولو منع کړي. "

دا پرېکړه د تېرو بندیزونو او فرمانونو په تعقیب بل فرمان دی، چې افغان مېرمنې او نجونې یې په نښه کړې دي. او د طالبانو د مشرتابه لخوا د ښځو د حقونو، د منځنیو او لوړو زده کړو، کار او آزادۍ حق اخیستلو په ګډون یو بل ګام دی.

په اعلامیې کې راغلي د طالبانو له خوا دا نوې له توپیري چلنده ډکه پرېکړه په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت نور هم خرابوي او د بشري حقونو د نړیوال قانون د هغو تړونونو په ګډون چې "افغانستان یې یو اړخ دی"، د نړیوال "بشردوستانه قانون او بشردوستانه اصولو سرغړونه" بلل کېږي.

د اعلاميې له مخې "دا پرېکړه ښځې له زیاتېدونکي زیانمنونکي حالت سره مخ کوي او مخامخ د هغوی ژوند ته ګواښونکې پایلې لري. له کاره د ښځو منع کول د ښځو، ماشومانو او نارینه وو په ګډون د افغان وګړو لویې برخې ته د بشري مرستو، لومړنیو اړتیاوو او خدمتونو رسولو مخه نیسي."

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم په نړۍ کې له یوه تر ټولو ناوړه اقتصادي او بشري ناورین سره مخ هېواد دی، چې دوه پر درېیمه برخه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري او میلیونونه افغانان لا له وړاندې له لوږې سره مخ دي.

اروپايي ټولنه وايي دوی، له ملګرو ملتونو، نورو نړیوالو شریکانو او ډېری افغانانو سره یوځای دا پرېکړه غندي او پر طالبانو غږ کوي چې دا بندیزونه سملاسي لېرې کړي. ښځو او نجونو ته د ژوند، اقتصاد او نورو ټولنیزو چارو کې د مساوي لاسرسي حق تضمین کړي.

د اروپايي ټولنې په اعلامیې کې دا هم راغلي دغه ټولنه د یوې اصولي تګلارې په چوکاټ کې افغانانو ته د مرستې رسولو په برخه کې خپله ژمنه تائیدوي. "موږ له طالبانو غواړو، ښځو ته اجازه ورکړي چې د مرستو او خدمتونو چارو کې په مساوي توګه ونډه واخلي او ښځې وکولای شي په ټولنه کې په بشپړه او فعاله توګه خپل رول ولوبوي. ښځینه کارکونکې باید له دندو لېرې نه شي."

اروپايي ټولنه وايي پر طالبانو غږ کوي چې د خپلو پخوانیو څرګندونو او ژمنو سره سم، خپلې ژمنې عملي کړي او د بشري حقونو د درناوي او ساتنې او د افغانستان د ټولو وګړو لپاره د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا ثابته کړي.

وروسته له هغه چې د افغانستان په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې ښځې له کارونو را وګرځول شوې، د طالبانو دغه ګام په پراخه کچه په کور دننه او بهر غندل شوی دی.

cop26

د عکس سرچینه، PA Media

‌د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم ویلي و، د افغانستان ننګرهار ولایت کې د خپلو افغان همکارانو د کار بندیز په سختو ټکو غندي.

د طالبانو ویاندویان له تېرو دوه ورځو راهیسې په دې اړه له رسنیو سره له خبرو ډډه کړې،‌ خو بي بي‌ سي‌ پښتو پاڼې ته مالومه شوې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازو سره په یوه ناسته کې په رسمي ډول خبر ورکړی و چې "دغه بندیز دې سملاسي‌ پلی کړي."

که څه هم په دغه لیک کې په "ملي کچه د سملاسي بندیز" خبره شوې،‌ خو تر اوسه یوازې په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو له دفترونو د ښځینه کارمنانو د را ګرځولو رسمي خبرونه ورکړل شوې دي.