افغانستان کې د ښځو حقونه؛ څومره خلک پر خبر دي او پوهاوی لري
دا تېرې نژدې ۱۹ مياشتې چې طالبانو افغانستان کې پر واګو ولکه کړې، د ښځو ځپلو تګلاره یې روانه ساتلې، پر ښځينه زده کړو یې بنديز لګولی او تر ډېره یې کار روزګار ته نه پرېږدي.
وړاندې نيويارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته هم د یوناما مشرې ویل چې طالبان د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو خونديتابه ته ژمن نه دي، او له قانوني او منلو لارو لرې خپلسرۍ پرېکړې کوي.
خو د دغو پرېکړو پر وړاندې د کم شمېر ښځو له احتجاجونو پرته افغانستان کې په تېره بيا کلیوالو سیمو کې په پراخه کچه غبرګون نه دی ښوول شوی.
که څه هم د ښځو حقونو په تړاو د افغانانو د پوهاوي کچې په اړه شمېرې نشته خو ډېر د ښځو له حقونو ناخبري، ناسم پوهاوی او ارزښت نه ورکول د دې چوپتيا لوی لامل بولي.