د طالبانو حکومت رسمیت پېژندنې لپاره د ملګرو ملتونو غونډې ته غبرګونونه

UN

د عکس سرچینه، @AMINAJMOHAMMED

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دوی رسمیت پېژندنې لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د جوړېدونکې ناستې هرکلی وکړ.

په قطر کې د طالبان دفتر مشر سهیل شاهین دا 'ښه ابتکار' بللی.

هغه د بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، چې د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل کېدل به د 'مسایلو حل' ته د لارې په موندل کېدو کې مرسته وکړي.

نوموړی زیاتوي چې دوی په ټول هېواد حاکمیت، پر سرحداتو کنټرول او د ولس ملاتړ لري او همدا د نوموړي په وینا په رسمیت د پېژندل کېدو شرایط برابروي.

ښاغلي شاهین د طالبانو حکومت لخوا ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ ته نومول شوی، خو دا چې نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، نو اوس هم د جمهوريت مهال دېپلومات پر دې څوکۍ کار کوي.

سهیل شاهین وايي چې د دوی حکومت باید لا مخکې په رسمیت پېژندل شوی وای.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد ویلي و، چې دغه سازمان په راتلونکو ورځو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې نړیوالې غوندې د جوړولو تکل لري او دا چې په دې غونډه کې به د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو هم خبرې وشي.

ټاکلې دا غونډه دوحه کې جوړه شي.

اغلې محمد ویلي چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازي برخه اخلي.

سهیل شاهین وايي دا ناسته د قطر له حکومت سره په همغږۍ جوړېږي او دا چې دوی ته تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ
ایا له Facebook نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Facebook پای

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې د افغان مېرمنو پر کار د بندیز له کبله د طالبانو حکومت او د دغه سازمان ترمنځ ترینګلتیا په ډېرېدو ده.

په دې لړ کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مشر اچیم شتاینر اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ته ویلي و، که ونه توانېږي طالبان دې ته وهڅوي چې ددغې ادارې په ځايي دفترونو کې افغان ښځو ته د کار اجازه ورکړي، نو چمتو دي چې په راتلونکې مې میاشت کې له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړي.

خو ښاغلي شاهین وايي د دوی حکومت د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو د کار په ګډون د اختلافي مسایلو په اړه خبرو ته چمتو دی.

هغه بي بي سي سره خبرو کې دا هم وویل کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت 'یوناما' او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ پرله پسې ناستې او د ستونزو د حل هڅې روانې وي.

د ملګرو ملتونو اړوند دفترونه په افغانستان کې بې وزله خلکو ته د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د رسولو چارې پر مخ وړي.

ملګري ملتونه وايي که دا مرستې ودرېږي، نو میلیونونه افغانان به د لوږې له خطر سره مخ شي.

خو سهیل شاهین که څه هم افغانستان کې د یو اېن ډي پي د اړوندو دفترونو د بندېدو د اغېزو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې دا به یو "نامناسب" او د 'سیاسي ملحوظاتو' پر بنسټ اخیستل شوی اقدام وي.

نور غبرګونونه څه دي؟

UN

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب دې غونډې ته په غبرګون کې وړاندیز کړی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون پر بشپړ عملي کېدو دې ټینګار پکې وشي.

هغه د دغه پلان د عملي کېدو لپاره د عملي ګامونو او لارنقشې د جوړېدو وړاندیز هم کړی.

ښاغلي خلیزاد پر ټویټر لیکلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي دې هم له طالبانو سره ګډې غونډې وکړي او داسې استازی دې هم وګوماري چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د عملي لارنقشې کار وڅاري.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

خو د طالبانو د مخالفې وسله والې جبهې ویاند بیا د دغې ناستې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې د افغانستان د حکومت په توګه دوی په ټکو د یوې ترهګرې او جنایتکارې ډلې په رسمیت پېژندل د افغانستان خلکو ته سپکاوی او له دوی سره خیانت دی.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره متحد شي او طالبانو ته د مشروعیت بښلو مخالفت وکړي.

د افغانستان د استخباراتو ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل هم ویلي، د طالبانو د په رسمیت پېژندلو وړاندیز دا پیغام رسوی چې د بشري حقونو تر پښو لاندې کوونکي او د ترهګرۍ ملاتړي قدرول کېږي.

د ښځو یو شمېر خوځښتونو او د حقونو فعالانو هم د دغې غونډې په اړه اندېښنه ښودلې. د سولې او آزادۍ لپاره د ښځو غورځنګ په نامه خوځښت په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو دا پرېکړه د بشري حقونو او ارزښتونو مخالفت دی.

د افغانستان د پارلمان یوې پخوانۍ غړې او سیاسي فعالې فوزیې کوفي يې بیا په اړه د سپیناوي غوښتنه کړې.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

په را روانو دوو اونیو کې د سرمنشي په مشرۍ دا نړیواله غونډه داسې مهال د طالبانو د په رسميت پېژندو پر مرکزیت خبرې کوي چې په همدې موده کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازۍ یا یوناما هغه بیاکتنه هم بشپړېږي چې په افغانستان کې د خپل فعالیت په اړه یې کوي.

پرون د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مشر دا هم ویلي وو چې که ونه توانېږي طالبان دې ته وهڅوي چې ددغې ادارې په ځايي دفترونو کې افغان ښځو ته د کار اجازه ورکړي، نو چمتو دي چې په راتلونکې مې میاشت کې له دغه هېواده د وتلو پرېکړه وکړي.