امینه محمد: ملګري ملتونه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو غونډه جوړوي

امینه محمد

د عکس سرچینه، @AminaJMohammed

د عکس تشریح، امینه محمد: "ددغې ناستې له جوړېدا زموږ هیله د هغو لومړنیو لارو چارو موندل دي چې موږ بېرته د طالبانو د رسمیت پېژندنې پر لور ور سیخ کړي، اصولي رسمیت پېژندنه، یا په بله وینا، شرطونه به ور سره تړلي وي".

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وايي، دا ټولنه په راتلونکو ورځو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې نړیوالې غوندې د جوړولو تکل لري چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو به هم پکې خبرې وشي.

امینې محمد ویلي چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازي برخه اخلي.

مېرمن محمد د امریکا په یوه څېړنیز مرکز کې یوې غونډې ته خبرو کې هیله مندي ښودلې چې دا خبرې به پر شرطونو ولاړې اصولي رسمیت پېژندنې پر لور لومړنیو ګامونو ته لار پرانیزي، خو ټینګار دا دی چې نه پوهېږي دا کار به اوسني وضعیت ته په کتو شونی وي که نه.

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو په ټولنو کې د افغان مېرمنو پر کار د بندیز له کبله د طالبانو حکومت او د دې ټولنې ترمنځ ترینګلتیا په ډېرېدو ده.

د طالبانو رژیم د رسمیت پېژندنې په اړه خبرو لپاره د یوه کنفرانس رابللو په تړاو د ملګرو ملتونو ددغې لوړپوړې چارواکې څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې ملګري ملتونه وايي که طالبان ښځو ته د کار اجازه ور نه کړي، نو له افغانستانه د وتلو پرېکړې ته چمتو دي.

د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې امینه محمد ویلي، ټاکل شوې راتلونکو دوو اونیو کې سرمنشي انتونیو ګوتېرېش افغانستان لپاره د نړۍ د هېوادونو د استازو یوه غونډه راوبولي.

اغلې محمد چې د امریکا په پرېسټن انسټېټیوټ کې یې دا څرګندونې کولې وویل، ددغې غونډې جوړولو موخه د یوې حل‌لارې موندل دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، امینه پر دې باور وه چې طالبان غواړي نړیوال یې رژیم په رسمیت وپېژني او دا د نړیوالو په لاس کې د دې په وینا د فشار یوه وسیله ده.

"اصولي رسمیت پېژندنه"

"ددغې ناستې له جوړېدا زموږ هیله د هغو لومړنیو لارو چارو موندل دي چې موږ بېرته د طالبانو د رسمیت پېژندنې پر لور ور سیخ کړي، اصولي رسمیت پېژندنه، یا په بله وینا، شرطونه به ور سره تړلي وي".

اغلې محمد دا هم زیاته کړه، نه پوهېږي ایا دا به شونې وي او که نه، خو ټینګار یې دا و چې دغه راز بحث باید جوړ شي.

امینه پر دې باور وه چې طالبان غواړي نړیوال یې رژیم په رسمیت وپېژني او دا د نړیوالو په لاس کې د دې په وینا د فشار یوه وسیله ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مشر اچیم شتاینر د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ته ویلي، که ونه توانېږي طالبان دې ته وهڅوي چې ددغې ادارې په ځايي دفترونو کې افغان ښځو ته د کار اجازه ورکړي، نو چمتو دي چې په راتلونکې مې میاشت کې له دغه هېواده د وتلو پرېکړه وکړي.

دی وايي ملګري ملتونه همدا اوس په افغانستان کې خپل فعالیتونه اررزوي. دی زیاتوي دوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دي خو په وینا یې پر اصولي مسایلو به جوړجاړی نه کېږي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي بیا د ملګرو ملتونو دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د ښځو د کار مسله کورنۍ ده او باید د مرستې بهیر ور سره ونه تړل شي.

"د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویانو د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه او موانع نشته، اسلامي امارت د هېواد د لوړو ګټو او اسلامي اصولو په نظر کې نیولو سره د هېواد ټول امور او چارې تنظیموي چې باید درناوی ورته وشي. اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د مرستندویه فعالیتونو په شمول د هغوی د امنیت او تسهیلاتو په برابرولو کې حمایت او همکاري لري. نو بشري او مرستندویه فعالیتونه باید د افغانستان له داخلي مسایلو سره تړاو ور نه کړل شي".

افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ په تړاو یوه وروستي رپوټ کې راغلي، چې دغه هېواد کې مرستو ته د اړمنو شمېر پاموړ ډېر شوی.

رپوټ وايي په ۲۰۲۰ کال کې د هغو افغانانو شمېر ۱۹ میلیونو ته رسېده چې د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې یې ژوند کاوه، خو په ۲۰۲۲ کال کې دا شمېر ۳۴ میلیونو ته ورسېد.