محسن دوړ: د پاکستان نوی حکومت به افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني

محسن دوړ/شهباز شریف

د عکس سرچینه، Twitter

د پاکستان قامي اسمبلۍ کۍ د شمالي وزیرستان استازي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن دوړ ویلي، پاکستان کې نوی جوړ شوی حکومت به افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژني.

نوموړي له بي‌ بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، د پاکستان نوي ایتلافي حکومت کې همفکره ګوندونه پر دې موضوع یوه خوله دي.

ښاغلي دوړ دې مرکه کې وویل، د دوی غوښتنه دا ده چې افغانستان کې دې داسې یو حکومت په رسمیت وپېژندل شي چې د خلکو په رایه رامنځته شوی وي.

یاده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان تر بېواکه کېدو وروسته هلته د شهباز شریف په مشرۍ نوی ایتلافي حکومت رامنځته شوی دی.

په دې ایتلاف کې د مولانا فضل رحمان د 'جمعیت علمای اسلام' مذهبي ګوند هم شامل دی، چې له افغان طالبانو سره یې تل نږدې اړیکې پاللې دي.

خو محسن دوړ ویلي،‌ که چېرې د پاکستان نوی حکومت په دې تړاو خپل دریځ بدلوي او افغان طالبان په رسمیت پېژني نو بیا به د دوی 'د ملي جمهوري غورځنګ ' دریځ هم بدلېږي او له نوي حکومت سره به پر خپله همکارۍ له سره غور کوي.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې د افغانستان په تړاو د پاکستان تګلارې ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، دا پاکستان دا ناسمه پالیسي په دواړو هېوادونو کې د سخت دریځۍ او نا امنۍ لامل شوې ده.

محسن دوړ وایي، د پاکستان له نوي حکومت نه به یې یوه مهمه غوښتنه دا وي چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسۍ ته له سره کتنه وکړي او اصلاحات پکې راولي.

یاده دې وي چې افغان طالبان د تېر کال په اګست میاشت کې پر افغانستان یو ځل بیا واکمن شول او له هغه راهیسې یې خپل حکومت او سرپرسته کابینه اعلان کړي‌ دي.

سره له دې چې د نړۍ یو شمېر هېوادونو د طالبانو استازي د دیپلوماتانو په توګه منلي، خو تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

تازه د فرانسې پارلمان تر پنځوسو ډېرو وکیلانو د دغه هېواد ولسمشر ایمانوېل مکرون ته پرانېستی لیک لیکلی او ترې غوښتي یې دي چې افغانستان کې پر طالب چارواکو دې له بشري او د ښځو حقونو نه د سرغړونې له کبله بندیزونه ولګول شي.

په لیک کې ټینګار شوی چې له طالبانو سره دې اړیکې نه عادي کېږي او د دې ډلې چارواکي دې هم نور په بشپړې ازادۍ بهرنیو سفرونو ته هم نه پرېښودل کېږي.