کابلوف: روسیه ښايي د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني

ضمیر کابلوف او ملا شهاب الدین دلاور

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړ ي استاز ي ضمیر کابلوف ویلي د دې امکان شته چې روسیه افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.

هغه دا څرګندونې د 'روسیې لومړي چینل ' سره مرکه کې کړي.‌

ښاغلی کابلوف وايي‌ دوی د طالبانو حکومت رسمیت پېژندلو لپاره خپل شرایط لري او په دې تړاو د امریکا یا کوم بل هېواد لار نه تعقیبوي.

نوموړي زیاته کړې د روسیي ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر له وړاندې دغه شرایط په ډاګه کړي.

افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وایي د دوی لومړنی شرط ټول ګډونه حکومت دی چې ټولې خواوې پکې خپل ځانونه وویني او دا چاره به نورو راتلونکو مسایلو ته لاره هواره کړي.

د طالبانو حکومت هم په وار وار ویلي چې له روسیې سره ښه اړیکي غواړي.

د دوی حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي څو ورځې وړاندې د روسیې سفارت کې یوې غونډې ته وینا کې د روسیې مننه وکړه چې د ده په وینا تېرو شلو کلونو کې یې په نړیوالو دریځونو کې د دوی ملاتړ کړی دی.

افغانستان کې د طالبانو حکومت عمر یو کلنۍ ته په نږدې کېدو دی، خو د رسمیت پېژندنې ستونزه یې لا هم پر ځای ده.

په دې لار کې د دوی سترګې تر ډېره د روسیې په څېر هغو هېوادونو ته دي چې له امریکا او لوېدیځ سره یې اړیکي ښه نه دي.

اوکراین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روسیه او پر افغانستان واکمن طالبان یو بل ته ښه نیت څرګندوي

روسیه په همدې ترڅ کې غواړي د سوداګرۍ په برخه کې هم له افغانستان سره اړیکي پراخ کړي.

د روسیې ځانګړي استازی وایي ټاکلې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ځینو مهمو سوداګریزو هوکړه لیکونو د لاسلیک لپاره دغه هېواد ته ورشي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر په دې تړاو بي بي سي ته وویل چې کابل ته د روسیې یو پلاوی ورغلی و او اوس دوی پلاوی مسکو ته روان دی.

هغه وویل "څه موده مخکې د روسیې فدراتیف یو پلاوی کابل ته راغلی و، په ځینو سوداګریزو او ټرانزیټي هوکړه لیکونو بحث شوی و - ډير ژر به د صنعت او سوداګرۍ وزیر له یوه پلاوي سره روسیې ته لاړ شي او هلته په شویو هوکړه لیکونو، چې مهم یې د لومړنیو خوراکي او سون توکو موضوع ده، ورته هوکړه لیکونه لاسلیک شي څو په ټیټه بیه له هغه هېواده دغه مواد را وارد کړو."

کابلوف وایي د طالبانو حکومت د تېلو، غمنو، او نور غیرپوځي توکو لیست ورسره شریک کړی چې غواړي له روسیې یې وارد کړي.

هغه وایې د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین د اړتیا په صورت کې د افغانستان ته د غلې ځانګړې کېدو لپاره د ټاکل شوي پلاوي طرحه تصویب کړې ده.

افغانستان

روسیې څو ورځې وړاندې وویل چې د افغانستان په ځینو صادراتي توکې یې تعرفې کمې او یا بیخي بښلې دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونو یو پلاوی هم روسیې ته لاړ شي.

د ضمیر کابلوف په وینا دغه پلاوی به د سنټ پیټرز برګ نړیوال اقتصادي فورم کې هم ګډون وکړي.

د روسیې تاس خبري آژانس ته ډيپلوماتیکو سرچینو ویلي چې په دې نړیواله اقتصادي ناسته کې به مسکو کې سفارت لپاره د طالبانو حکومت لخوا ټاکل شوی چارسمبالی جمال ناصر غروال هم ګډون وکړي.

د سنټ پیټرزبرک نړیوال اقتصادي فورم ۲۵ ناسته د روانې میلادي میاشتې په پنځلسمه پیل شوې او تر اتلسمې نیټې په دوام ولري.