'روسیه د طالبانو حکومت لوړې مراسمو کې ګډون نه کوي'

ولادیمیر پوتن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وویل، د هېواد استازي یې له طالبانو سره له افغانستانه د بهرني وګړو ایستلو لړ کې د اسانتیاوو رامنځته کولو پر موضوع خبرې کوي.

د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف وايي، د روسیې استازي به په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړې مراسمو کې ګډون و نه کړي.

نوموړی زیاتوي، دوی نه پوهېږي چې وضعیت کوم لور ته ځي، او په وینا یې موږ باید پوه شو چې د افغانستان اوسني واکمن څه ډول اقدامات کوي.

له دې مخکې د روانې اونۍ پیل کې د روسیې پارلمان د مشرانو جرګې ویاند ویلي و، د سفیر حیثیت لرونکي روسي استازي به د طالبانو حکومت د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي.

د طالبانو د سرپرستې کابينې پر جوړولو اوونۍ ولګېدې او داسې باور و چې ښايي د بېلا بېلو ډلو او قومونو استازې وي.

د کابل له نيولو وروسته طالبانو له مخکيني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله سره هم ناستې لرلې خو د چارشنبې پر ورځ دې اعلان شوې کابينې کې يوازې طالب څېرې او د دوی د ډلې غړي ځاى شوي دي.

بل لور پر پنجشنبه د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وویل، د هېواد استازي یې له طالبانو سره له افغانستانه د بهرني وګړو ایستلو لړ کې د اسانتیاوو رامنځته کولو پر موضوع خبرې کوي.

په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وینا کې ښاغلي پوتین وویل:

''ډېر خلک له افغانستانه د ځینې افغانانو ایستلو په هکله هم خبرې کوي، موږ دا هر څه په پټه نه کوو، موږ له طالبانو سره په خبرو بوخت یو. ''

ملا محمد حسن اخوند
د عکس تشریح، طالبانو د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ سرپرسته کابینه اعلان کړې

له دې مخکې 'سپتمبر شپږمه ' د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر افغان طالبانو غږ وکړ چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي او ټولو لږکیو ډلو ته پکې ونډه ورکړي.

نوموړي تېره دوشنبه خبریالانو ته وویل، که طالبان داسې وکړي نو روسیه چمتو ده چې حکومت یې په رسمیت وپېژني او ان د لوړې مراسمو کې هم ګډون وکړي.

ښاغلي لاوروف همدا راز ومنله چې د طالبانو لخوا ورته د نوي حکومت د اعلان مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د یادونې ده چې د طالبانو د سرپرستې کابینې له اعلانه څه موده وړاندې د پاکستان، روسیې او چین په ګډون د ټرویکا-پلس هېوادونو ویلي وو، افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت ورته د منلو نه دی.

د یادونې ده، چې د امارت اسلامي په نامه طالبانو ته یوې منسوبې ټویټر پاڼې یوه پیغام کې ویلي و، چې د پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته د سرپرستې کابینې د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

په پیغام کې راغلي چې پاکستان ،چین، ترکي، مصر، قطر، متحدہ عربي امارت، روسیه او ازبکستان استازي به دې مراسمو کې ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو دا رپوټ داسې مهال خپریږي، چې د طالبانو لاس ته د افغانستان کنټرول له ورتلو وروسته د دغه هېواد په هکله اندېښنې په ډېرېدو دي. د جمعې پر ورځ ملګرو ملتونو وویل، د افغانانو ۹۳ سلنه کورنیو ته په کافي اندازه خواړه نه رسېږي. د سختې وچکالۍ له کبله د افغانستان په کروندو کې د غنمو حاصلات ۴۰ سلنه کم شوي دي.