د ملګرو ملتونو عمومي منشي: افغانستان له کنټروله وځي

د عکس سرچینه، AFP
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرڅ د جمعې پر ورځ خبرداری ورکړی چې د افغانستان (وضعیت) له کنټروله وځي.
نوموړي سملاسي د طالبانو بریدونو بندولو غوښتنه وکړه. ښاغلي ګوتیرڅ له خبریالانو سره مرکه کې زیاته کړه:
''هغو ته چې د جګړې له لارې واک غواړي، باید څرګنده وي: د پوځي زور له لارې واک ترلاسه کول به بایلود وي. دا به یوازې د اوږدې کورنۍ جګړې پر لور تګ وي او یا به په بشپړه توګه د افغانستان منزوي کول وي. ''
له دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیتي برخې چارواکو وویل، دوی 'ساعت په ساعت ' په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ارزونه کوي.
د دې ادارې یوې ویاندې سټېفن ډوجاریک په وینا د ملګرو ملتونو ۳۰۰۰ افغان او ۳۰۰ نړیوالو کارکوونکو له ډلې په هغو سیمو کې 'شتون خورا لږ دی ' چې د طالبانو ولکه کې دي.
اغلې دوجاریک زیاتوي:
''موږ اوسمهال هر ساعت وروسته په کابل او نورو سیمو کې د امنیتي وضعیت ارزونه کوو. تر اوسه د ملګرو ملتونو کارکوونکو ایستلو هېڅ کوم عملیات نه شته. ''
نوموړې وايي ملګري ملتونو د ''ښه او بد '' دواړو احتمالي وضعیتونو لپاره پلان لري.
اغلې دوجاریک وايي:
''د اوس لپاره موږ په کابل کې پاتې کېږو. ''
'د امریکا پوځ د طالبانو چټک پرمختګ اندېښمن کړی'
د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویاند جان کربي وايي، د امریکا پوځ د طالبانو چټګ پرمختګ ته اندېښمن دی.''
له ښاغلي کربي پوښتنه وشوه چې ایا امریکایان دې ته اندېښمن دي چې افغانان به له کابله په کلکه دفاع و نه کړي؟ نوموړي وویل:
''دا ژمنه باید افغان مشران له ځان سره وکړي. اوس وخت دی چې افغان مشران او پوځیان یو موټی شي.''
ښاغلي کربي د هغو امریکايي ځواکونو د ښکېلتیا په هکله له ځواب ویلو ډډه وکړه، چې لومړۍ جوپه یې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر ته رسېدلې او د امریکايي چارواکو په وینا د امریکايي د دیپلوماتانو په ایستلو کې به مرسته وکړي.
ښاغلي کربي زیاته کړه: ''کابل د سملاسي ګواښ په چاپېریال کې نه دی.'' د هغه په خبره طالبان د ښار ګوښي کولو پر لور ځي.
بل لور ته په افغانستان کې پر لویو ښارونو د وسله والو طالبانو د بریدونو له ډېرېدو وروسته چې له کبله یې ګڼ ملکي خلک بې ځایه شوي دي، ملګرو ملتونو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې له دغه هېواد سره خپلې پولې پرانیزي.
د لوږې او کډوالۍ وېره

د عکس سرچینه، Getty Images
اوسمهال د افغانستان له بېلا بېلو سیمو د جګړو له کبله زرګونه خلک د خوندي سرپناه موندلو لپاره پلازمېنې کابل ته تللي دي.
بل لور ته د خوړو نړیوال سازمان 'ډبلیو ایف پي ' په افغانستان کې د خوړو کموالی 'وحشتناک ' بللی او د انساني غمیزې خبرداری یې ورکړی.
د خوړو نړیوال سازمان یوه ویاند تامسن پهیري بي بي سي ته وویل، اوسمهال له په ۱۴ ملیونونو افغانانو له ډلې په دریو کې یو کس د خوراک له کموالي سره مخامخ دی:
''موږ سره وېره دا ده، چې راتلونکي وخت کې وضعیت تر دې هم ناوړه بڼه غوره کولای شي، او د لوږې یوه لویه څپه په چټکۍ سره رانژدې کېږي. ''
بل لور د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د افغانستان وضعیت په هکله د غور لپاره د کابینې بېړنۍ غونډه بللې.
د یادونې ده چې پر پنجشنبه بریتانیا اعلان وکړ چې له افغانستانه د هلته مېشتو بریتانویانو ایستلو کې د مرستې لپاره ۶۰۰ پوځیان دغه هېواد ته استوي.
د لومړي وزیر جانسن له لوري د کابینې بېړنې غونډې له اعلان مخکې د بریتانیا دفاع وزیر بین والاک له بي بي سي سره خبرو کې وېره څرګنده کړه، چې ''کېدای شي افغانستان د کورنۍ جګړې لور ته لاړ شي.''
د نوموړي په وینا ۶۰۰ بریتانوي پوځیان د دې لپاره افغانستان ته استول کېږي چې هلته مېشت ۳۰۰۰ بریتانوي وګړي چې د مرستندویه ادارو د ساتونکو په توګه یا په نورو دندو بوخت دي، د بریتانیا د کورنیو چارو وزرات ۵۰۰ کارکوونکي او دغه راز ۲۰۰۰ افغان ژباړن او کارمنان چې له بریتانوي ځواکونو سره یې دنده درلوده، له دې هېواده وباسي.
ښاغلي والاک د امریکا متحدو ایالتونو پر مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ تور ولګاوه، چې ۲۰۲۰ کال کې یې له افغانستانه د خپلو پوځونو ایستلو لپاره ''وروست جوړجاړی'' وکړ.
بل لور ته ناټو سازمان ویلي، دوی د جمعې پر ورځ د افغانستان د وضعیت په هکله یوه غونډه کړې او د دغه سازمان مسوولینو په وینا هڅه کوي ''د امکان تر حده'' د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
د ناټو سازمان عمومي منشي یان سټولټنبرګ وايي:
''طالبان باید پوه شي چې که دوی په زور هېواد ونیسي نړیواله ټولنه به یې و نه مني. موږ د بحران سیاسي حل موندنې ملاتړ ته ژمن یو. ''
طالبانو د ارزګان او غور ولایتونو او د لوګر مرکز پُل علم ډېرو برخو د نیولو ادعا کړې

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د دوو لویو ښارونو کندهار او هرات تر نیول کېدا وروسته، طالبانو نن د روزګان او غور ولایتونو د نیولو ادعا کړې او په وینا یې د کابل څنګلوري لوګر ولایت مرکز پُل علم ډېرې برخې یې هم پخپل واک کې راوستې دي.
دغه ډله دا ادعا هم کوي چې له تېرې جمعې راهیسې یې تر ننه د افغانستان نژدې نیمايي یعنې ۱۷ ولایتونه نیولي دي.
افغان حکومت د دومره ولایتونو لاسه ورکولو په اړه رسماً غبرګون نه دی ښودلی.
په ورته مهال د افغان ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، په هېڅ ډول د افغانستان پر خلکو د طالبانو واکمنېدل نه مني او هېڅ داسې معاملې ته به غاړه کښېنږدي چې نوم یې سوله او اصل کې تسلیمېدل وي.
د طالبانو لخوا د سیمو او ولایتونو نیولو په دوام دې ډلې نن د افغانستان په سوېل کې د ارزګان مرکز ترینکوټ د دې هېواد د مرکزي غور ولایت مرکز فیروز کوه او د کابل څنګلوري ولایت لوګر ښار د ځينو سیمو نیولو او چټک پرمختګ ادعا کړي.
طالبانو ادعا کړي چې د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي د ټولو کارکونکو او امنیتي کسانو سره له دوی سره یو ځای شوی، خو خپله ښاغلي رحیمي او نورو حکومتي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ولسي جرګه کې د لوګر دخلکو استازې هما احمدي بي بي سي ته وویل چې په لوګر کې د جګړو له کبله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي خو په وینا یې د لوګر ډېرې سیمې له جګړې پرته د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
د ارزګان تریکنوټ په اړه هم طالبانو ویلي چې یو زیات شمېر دولتي ځواکونه له دوی سره یو ځای شوي او په وینا یې ډېر تجهیزات د دوی لاس ته ورغلي.
په همدې مهال د ارزګان والي محمد عمرشېر زاد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د قومی مشرانو په منځګړیتوب په ښار کې جګړه نه ده شوي خو په وینا یې امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي.
طالبانو دوی ته د اسمعیل خان د وراوښتو ادعا کړې

د عکس سرچینه، Nunn asia/titter
بل لور طالبانو د ویډیو خپرولو سره ادعا کړې چې د افغانستان لوېدیځ ته هرات کې یې د حکومت پلوه ولسي وسلوالو مشر او پخواني جهادي قومندان محمد اسماعیل خان له خپلو وسلوالو سره دې ډلې ته اوښتی دی.
خو مالومه نه ده چې له ښاغلي اسماعیل خان دا ویډیويي څرګندونې څنګه حالت کې اخیستل شوې دي.
خواله رسنیو کې د ویډیو او رپوټونو له مخې پر هلمند او کندهار د طالبانو تر ولکې وروسته دغو ولایتونو کې ځینې د جګړې بې ځایه شوي خپلو مېنو ته ستانه شوي دي.
د افغانستان په لویو ښارونو کې د دې وضعیت له بدلون سره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویاند ویلي چې انتونیو ګوتریش په لویو ښارونو د طالبانو پر بریدونو ژوره خواشیني ښودلې او په وینا یې هڅه ده چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا ځانګړي غونډه را وبلل شي.
په کور د ننه بیا د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې هیڅ ډول شرایطو، امتیاز منلو او مصلحت لپاره پر افغان ولس د طالبانو واک نه مني.
هغه وايي، هیڅ داسې معامله به و نه مني چې طالبانو یې شرایط وړاندې کړي وي او نه به داسې معامله ومني چې په وینا یې نوم یې سوله او اصل کې تسلیمي وي.
نوموړی وايي، د خپلې لومړۍ مرستیالۍ مقام سره ټوله هڅه کوي چې وضعیت بدلېدل شي او په وینا یې دی باوري دی چې طالبان ماتې وخوري.









