ملا هبت الله: نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

د عکس سرچینه، Reuters
د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ویلي، دوی له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي.
نوموړي په خپل اختریز پیغم کې زیاته کړې، "د افغانستان له خاورې به کوم هېواد ته ګواښ پېښ نه شي، خو له نورو هېوادونو هم غواړو چې زموږ سره ورته ښه، مثبت او په متقابل درناوي ولاړ تعامل ولري."
نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا لخوا دې دوی سره د دوحې تړون "بشپر عملي شي او د فشار پر ځای دې د همکاریو پر روحیه پرمختګ وشي."
د طالبانو مشر ویلي نړیوال باید د دوی حکومت په رسمیت وپيژني، چې "خپلې ټولې ستونزې د دپلوماتیکو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې په رسمي او مسئولانه توګه حل" کړي.
هغه له افغانستانه وتلو افغانانو ته د ورګرځېدو بلنه ورکړې او همدا راز یې ویلي که افغان او بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونه وکړي، د طالبانو حکومت به لار ورته هواره کړي.
طالب مشرانو به پخوا هم د اخترونو لپاره پیغامونه خپرول چې د دوی لیدلوري او خپلو وسله والو ته سپارښتنې به پکې رانغښتې وې، خو دا پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د دوی د مشر لومړنی اختریز پیغام دی.
د پیغام نور مهم ټکي څ دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ملا هبت الله د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې "له افراط او تفریط څخه ځان وساتي" او د طالبانو حکومت مسئولینو، کارکوونکو او امنیتي کسانو ته یې لارښونه کړې چې له ولس سره "ستوغ او بد چلن" ونه کړي.
ملا هبت الله دغه پیغام کې ظاهرآ د نجونو زدکړو ته په اشارې راغلي چې دوی د نارینه وو او ښځو "ټولو شرعي حقوقو" ته ځان ژمن بولي، څوک دې په دې اړه د نوموړي په وینا " انديښنه نه کوي او نه دې هم دغه بشري او عاطفي موضوع د سیاسي موخو لپاره د یوې وسیلې په ډول کاروي."
هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت "د تعلیم او زدکړو د لار پياوړتیا " لپاره کار کوي خو دا یې نه دي ویلي چې تر شپږم ټولګې پورته به د نجونو ښوونځي کله پرانیستل شي.
د نوموړي پیغام کې له منځنیو او ثانوي زدکړو د نجونو د راګروځول کېدو د عواملو په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
د ملا هبت الله دا پیغام داسې مهال خپور شوی چې پر افغانستان د طالبانو پر واکمنېدو څه باندې اته میاشتې اوړي، خو نوموړی لا تر اوسه عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی.
د طالبانو مشر دغه راز ويلي د دوی حکومت د بیان ازادۍ ته "د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې" ژمن دی خو ټولې رسنۍ دې "د اسلامي معتقداتو او مشروع رواجونو" ته په کتو مثبت او رغنده نشرات وکړي.









