د طالبانو مشر په اختریز پیغام کې د موخو تر لاسه کولو تر مهاله پر جګړه ټینګار

د عکس سرچینه، Alamy
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
طالب مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپل اختريز پیغام کې ویلي، تر څو چې د دغې ډلې موخي نه یي ترلاسه شوي جګړې ته دوام ورکوي. د طالبانو مشر دغه پیغام په افغانستان کې د شونې اوربند په تړاو هیلې مړاوې کړې دي.
ملا هبت الله پر امریکايي لوري غږ کړی چې د سولې په خبرو کې صادقانه عمل وکړي او په خبره یې د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره د طالبانو معقولې طرحې ومني.
طالبانو د کمکي اختر په مناسبت ملاهبت الله ته په منسوب پیغام کې ښکېلې غاړې په نامستقیم ډول د سولې په اړه په دوه ګوني سیاست، دوه ګوني چلند او وخت ضایع کولو هم تورنې کړي دي.
له دې وړاندې افغان حکومت ویلي و، که طالبان اوربند وکړي د دوی لخوا به هم جګړه ودرول شي خو د سولې عالي شورا د طالب مشر دغه پیغام په غبرګون کې ویلي طالبانو د خلکو هیلې او غوښتنې له پامه غورځولي دي.
د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده ته منسوب دا اختریز پیغام دا ځل په پنځو پاڼو کې خپور شوی دي.
که څه هم د اختر په مناسبت د خلکو ډېر غوږ د اوربند غږ ته و خو طالب مشر ملا هبت الله په خپلو ټولو خبرو کې د اوربند کلمه نه ده کارولې، بلکې دغې ډلې ټينګار کړی چې هدف ته د دوی له رسېدو مخکې دې هیڅوک دا تمه نه کوي چې دوی به جګړه سړه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ظاهره يي سرلیک د اختر مبارکي ده خو په دغه اوږده پیغام کې طالبانو د روان وضعیت، افغان حکومت، بهرني سیاست او د سولې د روانو خبرو په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی.
په پیغام کې امریکايي لوري ته بلنه ورکړل شوې چې د تفاهم دریځ غوره او د سولې په خبرو کې رښتیني واوسي.
طالبانو که څه هم کوم ښکاره دوه ګوني چلند ته اشاره نه ده کړې خو ویلي يي دي په سیاسي تعاملاتو کې دوه ګوني سیاست، د خبرو په پلمه د وخت په ضایع کېدلو دوی خوښ نه دي.
د طالبانو د واکمنی د مهال یو چارواکی وحید مژده چې اوس د سولې خبرې له نژدې څاري وايي، د طالب مشر ملا هبت الله دا پیغام ښیي چې طالبان د امریکا د سولې په روانو هڅو شکمن دي.
د ښاغلي مژده په خبره طالبان اوس ځکه اوربند ته زړه نه ښه کوي چې د جګړې د دوام له لارې د سولې په خبرو کې ځان برلاسی وساتي.
خو د دې تر څنګ طالبانو له امریکايي لوري سره د شپږو او افغان سیاسیونو سره د دوه پړاوه خبرو په اړه خوشبیني هم ښودلي، ویلي يي دي په دې برخه کې کافي پرمختګ شوی او د دوی په ټکو نور به هم وشي.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
د افغان حکومت په اړه بیا د دغې ډلې په پیغام کې راغلي چې 'د کابل اداره ' له افغان سیاسیونو سره د دوی د خبرو مخه ډبوي او ورته سیاسي مزاحمت کوي، هغه ادعا چې د سولې عالي شورا يي ردوي.
د دغې شورا د دارلانشا مشر محمد عمر داودزي بي بي سي ته وویل د طالبانو پیغام په ښکاره څه شین څراغ نه لري، په داسې حال کې چې د دوی د ادعا خلاف افغان حکومت دوی ته سیاسي ازادي ورکړي.
د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله بیا چې په دې ورځ يي د جګړې د قربانیانو یوې یاد غونډې ته خبرې کولې د روانو ستونزو پړه پر طالبانو واچوله چې د ده په ټکو د جګړي په نه درولو سره د ناخوالو سبب شوي.








