د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله: افغانستان کې د ښځو حقونو برخه کې یو څه پرمختګ شوی

Deputy Secretary-General Amina Mohammed

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امینه محمد - د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله
    • Author, لیز دوسېت
    • دنده, بي بي سي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد پر دې باور ده چې د افغانستان په عام ژوند کې د ښځو پر ګډون د لګېدلو بندیزونو لغوه کېدو لپاره پرمختګ شوی دی.

اغلې محمد له تېرو څلورو ورځو راهیسې افغانستان کې وه چې طالبان په دې برخه کې پر کړو پرېکړو غور ته وهڅوي.

پر افغانستان واکمنو طالبانو تېره میاشت په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندېز اعلان کړ.

د دوی دا پرېکړه د دې لامل شوه چې ګڼې مرستندویه ادارې افغانستان کې خپل فعالیت ودروي.

اغلې محمد افغانستان ته د خپل دغه پای کې بي بي سي ته ویلي د طالبانو د خورا لوړې کچې مشرانو چې دې ورسره ولیدلي، د ښځو او نجونو د حقونو برخه کې کار او ښکېلتیا ته چمتووالی ښودلی دی.

خو هغه په دې تړاو خبرې له لوړو ژورو ډکې بولي او وايي تر هغې چې د طالبانو حکومت مشرتابه بنسټیز ګامونه نه وي اخیستي، په نړیواله کچه د رسمیت پېژندنه به یې اوږده لار مخکې ولري.

نوموړې وايي "فکر کوم داسې ګڼ څه مو واورېدل چې پر هغه لوري د تلو برخه کې پرمختګ ښيي، چې موږ پرې تګ غواړو."

اغلې محمد دلته همدا راز د اسلامي هېوادونو په ګډون پر نړیواله ټولنه هم له دې کبله نیوکه وکړه، چې دې موضوع کې ځان په کافي اندازه نه ښکېلوي.

طالبانو که څه هم ژمنه کړې وه چې که واک ته رسېږي نو دریځ به یې د ۱۹۹۰یمې لسیزې د واکمنۍ پرتله نرم وي، خو په تېر څه باندې یوه کال کې یې د ښځو حقونه یو په بل پسې محدود کړل.

woman in kandahar Jan 2023

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان ګڼو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي له څه باندې یوه کال راهیسې تړلي او طالبانو تېره میاشت نجونې پوهنتونو ته له تګ هم راوګرځولې.

دوی همدا راز تفریحي پارکونو او نورو عامه ځایونو ته هم د ښځو پر تګ بندیز اعلان کړی.

د طالبانو حکومت په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ته دا توجیه وړاندې کړې، چې ګوندې دغو ښځینه کارکوونکو د شرعي حجاب حکم نه عملي کاوه.

اغلې محمد په داسې حال کې په دې برخه کې پرمختګ ته هېله منتیا ښيي، چې افغانستان تېرو څو کلونو کې له ټولو سخت ژمني سره مخامخ دی.

د طالبانو مشران افغانستان کې پراخېدونکی بشري کړکېچ پر دوی له لګېدلو بندیزونو او د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت له نه پېژندل کېدو سره غوټه کوي.

د ملګرو ملتونو دا جګپوړې چارواکې وايي پر افغانستان واکمنو چارواکو ته یې پیغام څرګند و او هغه دا چې دوی باید لومړی په نړیواله کچه په رسمیت د پېژندل کېدو معیارونو پوره کولو ته ژمنتیا ښکاره کړي.

هغې همدا راز طالبانو ته ویلي چې که د افغان ښځو مرسته ورسره نه وي، بشري مرستې نه شي برابرېدای.

woman in fayzabad, jan 2023

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې سږنی ژمی د تېرو څو کلونو پرتله سخت بلل شوی

اغلې محمد وايي د طالبانو دریځ بیا دا دی چې ګوندې ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې د بشري مرستو موضوع سیاسي کوي.

"دوی پر دې باور دي چې ... قانون هر ځای پر هر چا د پلې کېدو وړ دی او د دوی د حاکمیت حقونو ته باید درناوی وشي."

د طالبانو حکومت روغتیا وزارت ویلي چې ښځې روغتیا سکتور کې کار کولی شي.

خو اغلې محمد وايي یوازې دا کفایت نه کوي او په نورو برخو کې هم د ښځو همکارۍ ته اړتیا ده.

امینه محمد ملګرو ملتونو کې تر ټولو جګپوړې ښځینه چارواکې ده او افغانستان ته یې سفر دا پیغام لېږدوي چې ښځې کولی شي او باید د ټولنې ټولو اقشارو کې نقش ولري.