د طالبانو له خوا پر ښځو د کار بندیز؛ افغانستان کې پنځو بهرنیو موسسو خپل کارونه ځنډولي

ښځې

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د کار له بندیز وروسته پنځو لویو غیر دولتي موسسو (اینجوګانو) دغه هېواد کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

"سېف ده چیلډرن" یا د ماشومانو د خوندیتوب اداره، د ناروې کډوالو شورا او "کېیر انټرنیشنل" یا (پاملرنه) په یوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې، له "ښځینه کارکوونکې پرته" خپل فعالیت ته دوام نه ورکوي.

تازه د اسلامي همکارۍ ادارې یا Islamic Relief هم ویلي، دوی افغانستان کې خپل ډېریه کار بند کړی دی.

دغې ادارې ویلي، افغانستان کې یې د ژوندژغورنې خپل پروګرام بندولو بندولو پرېکړه ورته ډېره ګرانه وه.

دغه اداره زیاتوي، چې د دوی پروژې د هغو اړمنو بې وزله افغانانو د ملاتړ لپاره فعالیت کاوه چې غواړي د کورنیو غړي یې د ډوډۍ موندلو له ستونزې خلاص او بچیان یې تعلیم وکړي.‌

د اسلامي همکارۍ اداره وايي دوی په روغتیايي برخو کې د ژوندژغورنې اړوندې ځینې پروژې هم لري، چې په وینا یې لا تر اوسه یې د بندولو پرېکړه نه ده کړې او کارونه به یې دوام لري.

"د اسلامي همکارۍ اداره پر افغان چارواکو غږ کوي چې سم لاسي د اېنجوګانو پر ښځینه کارمنانو بندیز لیرې کړي".

وړاندې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ای ار سي) په افغانستان کې د خپل فعالیت درولو اعلان کړی.‌

دغې کمېټې ویلي، د دوی له کابو اتو زرو کابو څلوېښت سلنه کارمنان ښځې دي.

Women at a Save the children clinic

د عکس سرچینه، EPA

د سېف ده چلډرن مؤسسې اجرائيوي مشر ډېوېډ رایټ ویلي: "ښځو او ماشومانو ته د لاسرسي لرلو لپاره، تاسو ښځینه روغتیايي کارمنانو لرلو ته اړ یاست. که تاسو دغه کارمنانې ونه لرئ، تاسو به دې خلکو ته لاسرسی ونه مومئ. نو اصلا دا موږ ته ممکنه نه ده که زموږ ښځینه همکارانې کار ته راونه وځي، موږ دې خپل کار مخته بوتللی شو."

نوموړی وايي، په لوړه کچه خبرې او هڅې روانې دي چې طالبان دا پرېکړه بېرته واخلي.

خو طالبانو د دوی د پرېکړې نړیوالې غندنې رد کړې دي او وايي ټولې نادولتي ادارې چې غواړي افغانستان کې خپل فعالیتونه وکړي، باید د هېواد قانون ته غاړه کېږدي.

وروستیو کې طالبانو پر ښځو سخت بندیزونه لګولي.

په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار بندیز امر یې وروسته له هغې وکړ چې څو ورځې وړاندې یې له ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو ښځې له زده کړو راوګرځولې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب ادعا کړې وه چې، د بهرنیو مرستندویه موسسو ښځینه کارکوونکو د حجاب له قوانینو سرغړونه کړې.

طالبانو له دغه اعلان سره سم یادو بنسټونو ته ګواښنه کړې چې، د بندیزونو د سرغړونې په صورت کې به یې افغانستان کې د فعالیت جواز لغو کړي.

د دغو درېیو غیر دولتي موسسو مشرانو ویلي چې" که ښځینه کارکوونکي نه وای نو دوی په ګډه د ۲۰۲۱ کال راهیسي په میلیونونه اړو افغانانو ته لاسرسی نو شو موندلی ."

د دوی په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې راغلي:" مونږ خپل فعالیت ځنډوو، او غوښتنه کوو چې ښځې او سړي دې په ګډه او په مساوي ډول افغانستان کې زمونږ د بشر ژغورنې مرستو ته دوام ورکړي."

د ملګرو ملتونو لوړ پوړی بشري همغږی کوونکی رامیز الکباروف ویلي، ملګري ملتونه هڅه کوي دغه بندیزونه ختم کړي ځکه دا د "ټولې بشري ټولنې سره کرښه" ده.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه چارواکي بي بي سي ته خبرو کې ویلي" که طالبان پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز ختم نه کړي، ملګري ملتونه به افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو مخه ونیسي، تر اوسه نه ده څرګنده چې د طالبانو دغه فرمان په څه مانا ده."

د ناروې کډوالو شورا مشر جان ایګلنډ ویلي "د مرستندویه ډلې له ۱۴۰۰ کارکوونکو نږدې ۵۰ سلنه یې ښځې وې او ښځینه کارکوونکو د ټولو دودیزو ارزښتونو په پام کې نیولو سره د حجاب په مراعتولو او له نارینه کارکوونکو څخه په جلا دفترونو کې کار کاوه."

ښاغلي ایګلنډ ویلي چې تمه لري طالبان راتلونکو څو ورځو کې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که افغانستان کې د غیر دولتي موسسو کارونه وځندېږي، میلیونونه کسان به یې له امله زیانمن شي.

غیر دولتي موسسو د دغو بندیزونو د اغیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په باور یې دا کار "د لوی اقتصادي بحران" د رامنځته کېدو لامل کېدی شي.

افغانستان کې د غیر دولتي موسسو یو شمېر ښځینه کارکوونکو چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې دي د دغو بدیز په اړه خپلې اندېښنې بي بي سي سره شریکې کړي.

له دغې ډلې یوې یې ویلي:" که زه نور و نه شم کولی خپلې دندې ته لاړه شم، زما د کورنۍ مالي ملاتړ به څوک کوي؟"

یوې بلې ښځینه کارکوونکې هم یاد بندیزونه "حیرانوونکي" یاد کړي او ټینګار یې کړی چې دندې ته د تلو پر مهال یې د طالبانو له خوا د حجاب سخت قوانین پلی کړي.

د ښځو پر زدکړو او کار د طالبانو وروستیو بندیزونو د نړیوالو غوسه راپارولې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خبرداری ورکړی چې "دغه بندیز به میلیونونه خلکو ته حیاتي او بشر ژغورنې مرستې رسول ګډوډ کړي."

طالبانو دوه لسیزې وروسته داسې مهال پر ښځو د کار او زدکړو بندیز ولګاوه چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لرلې وې.