افغانستان کې د مؤسسو پر ښځینه کارمنانو د کار بندیز ته غبرګونونه

کارمنانې

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د نادولتي مؤسسو ښځینه کارمنانو د کار بندیز په اړه د طالبانو فرمان له افغانستانه د ښځو له منځه وړلو کې یو بل "وحشتناک" ګام بللی دی.‌

د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې وینډي ار شیرمن پر ټویټر لیکلي د طالبانو دا امر "ډېرو اړمنو افغانانو ته خواړه او طبي پاملرنې له خطر سره مخامخوي. دا ګامونه به له نړۍ سره د طالبانو پر اړیکو پاموړ اغېز ولري".

له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې پر ټوېټر لیکلي، "بشري مرستو رسولو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز، خورا غیر مسؤلانه دی. دا د هغو میلیونونو خلکو لپاره مُهلک ګواښونه رامینځته کوي چې پر حیاتي مرستو پایږي. طالبان د خپلو خلکو په وړاندې خپل بنیادي مسوولیتونه له پامه غورځوي".

ښاغلي وېسټ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستیال رامز الاکبروف یو ټویټ هم ریټویټ کړی چې الاکبروف پکې لیکلي، پر هغو رپوټونو ژور خپه یم چې اوسنیو واکمنانو په کورنیو او بهرنیو نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. دا د بشردوستانه اصولو ښکاره سرغړاوی دی. د ژوند په ټولو برخو او بشردوستانه غبرګون کې د ښځو له حیاتي رول باید سترګې پټې نه شي.

ملګري ملتونه: د طالبانو دا پرېکړه انساني کړکېچ لا پسې سختوي

د ملګرو ملتونو د بشرپالنې مرستو د همغږۍ ادارې په افغانستان کې د طالبانو له لوري په ټولو کورنیو او بهرنیو مؤسسو کې د ټولو ښځینه کارمنانو د دندې تر "دویم امر" پورې ځنډولو ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې او شریکان، په کورنیو او بهرنیو نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار بندیز په باب د طالبانو پرېکړه غندي او "دا ډول حکم د ښځو اسا‍سي حقونه تر پښو لاندې کوي او له بشرپالو اصولو سره په ټکر کې دي".

دغه اداره وايي، د ملګرو ملتونو استازي به له طالب مشرتابه سره د لیدو په هڅه کې د ورکړل شوي امر په اړه وضاحت وغواړي "ښځو ته باید د بشرپالنې په ګدون د ژوند په بېلابېلو برخو حیاتي برخو کې د رول لوبولو اجازه ورکړل شي".

ملګري ملتونه وايي، په وروستي امر تر ټولو ډېر زیانګالي وګړي، په تېره ښځې او نجونې اغېزمنېږي "ملګري ملتونه او همکاران یې ورکړل شوی امر غندي او اوسنیو واکمنانو ته یادونه کوي چې لغوه یې کړي، ښځې باید خپل برخلیک پخپله وټاکي، بې‌واکه کول او په سیستماتیک ډول یې له ټولو اړخونو ګوښه کول له عامه سیاسي ژوند نه هېواد کې شا ته پرېږدي".

Armed guards

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د مرستو یو همغږوونکی او د ناروې شاردژافېر - چې جنورۍ کې یې د طالبانو او مدني ټولنو د غړو ترمنځ د خبرو کوربتوب هم کړی د طالبانو دا ګام غندلی دی.

پاول کلومن بیکن په یوه ټویټ کې ویلي: "په نادولتي ادارو کې پر ښځینه کارمنانو بندیز باید سم لاسي لغوه شي. دا ګام سربېره پر دې چې د ښځو پر حقونو ګوزار دی، انساني کړکېچ لا پسې سختوي او تر ټولو زیانګالي افغانان لا نور اغېزمنوي".

په پام کې ده چې د نادولتي ادارو جګپوړي چارواکي په افغانستان کې یوه ناسته جوړه کړي او د طالبانو دې امر ته په غبرګون کې پر یوه پرېکړه سلامشورې او بحث وکړي.

(اکبر):‌ د طالبانو دا اعلان زموږ کارمنانو او د هغوی کورنیو ته ویجاړوونکی دی

د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیايي مرستو د همغږۍ ادارې (اکبر) هم په یوه ویناپاڼه کې د طالبانو د دې تازه امر په غندلو سره ویلي، "اکبر په افغانستان کې د فعاله ۱۸۳ کورنیو او نړیوالو نادولتي غړو سازمانونو په استازیتوب د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت هغه اعلان غندي چې پوهنتونونو کې د ښځو د زدکړو ځنډول د سملاسي او نامالوم وخت لپاره اعلان کړي".

د اکبر مشرې فیونا ګال ویلي، دا پرېکړې د هغو افغان مېرمنو او نجونو پر وړتیا برید دی چې په عام او مسلکي ژوند کې برخه اخلي. زدکړو ته لاسرسی د ټولو ښځو او نجونو بنسټیز حق دی او دا اعلان زموږ د کارمنانو او د هغوی د کورنیو او ټولنو لپاره ویجاړوونکی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

اغلې ګال ویلي دې پرېکړې په ژوره توګه خپه کړې ده. "په افغانستان کې تېر څلوېښت کاله نادولتي مؤسسې بېلابېلو برخو کې د خپلو مجربو او مسلکي ښځینه او نارینه کارمنانو په مرسته کار کوي. تېر کال هم موږ خپل ډېری وړتیا لرونکي همکاران- ښځې او سړي- له لاسه ورکړل."

اکبر مؤسسې پر طالب چارواکو غږ کړی چې ټولو افغانانو ته - پرته له دې چې جنسیت ته یې وکتل شي - اجازه ورکړي چې زدکړو ته لاسرسی ومومي او د ټولنې د بشپړو او مساوي غړوپه توګه له خپلو وړتیاوو ګټه واخلي".

افغان فعال او د برېښنا برخه کې کارپوه محسن امیني پر خپل ټویټر لیکلي "دردوونکی خبر! پوهنتون کې د نجونو د زدکړو د بندیز په تعقیب، طالبانو په افغانستان کې ټولو فعالو کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو ته امر کړی چې تر دویم امر پورې د خپلو ټولو ښځینه کارمنانو ګومارنه وځنډوي.‌ ګڼې ښځینه کارمنانې د کورنیو یوازېنۍ روزي ګټونکې دي".

طالبانو په ټولو کورنيو او بهرنيو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بنديز لګولی

افغان ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو اقتصاد وزارت ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو ته په یوه مکتوب کې ویلي چې د ټولو ښځینه کارکوونکو دندې تر "دویم امر" پورې وځنډوي.

د یاد وزارت وياند عبدالرحمان حبيب بي بي سي ته هم د دغه مکتوب پخلی کړی دی.

د اقتصاد وزارت په مکتوب کې ليکلي "په دې وروستیو کې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار په تړاو د اسلامي حجاب او نورو قوانینو او مقرراتو د نه پلي کېدو په اړه جدي شکایتونه شوي دي."

د طالبانو اقتصاد وزارت خبرداری ورکړی چې د مکتوب د نه پلي کېدو او د ځنډ په صورت کې به د اقتصاد وزارت له خوا د دغو بنسټونو "جوازونه لغوه شي"

په افغانستان کې چې اقتصاد یې له لویه سره په بهرنیو مرستو ولاړ دی، اوس ډېرې بهرنۍ مرستې د موسسو او شخصي اېن جیوګانو له لوري لګول کېږي.

وېره دا ده چې که ښځينه کارکوونکې په موسسو کې د کار اجازه ونه لري، ښايي د مرستو د وېش بهیر ډېر اغېز وکړي.

ملګرو ملتونو دا څه موده وړاندې د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې وه چې "ښځینه کارکوونکې دې نه ځوروي."

یوناما ویلي وو، دا دې وروستیو کې د طالب چارواکو له خوا د دوی له ښځینه کارکوونکو سره د بد چلن پېښې زیاتې شوې دي او ملګري ملتونه په دې اړه جدي اندېښنه لري.

د طالبانو له خوا دغه مکتوب په داسې حال کې خپور شوی چې تر دې وړاندې پوهنتون ته د ښځو پر ورتګ د بنديز له کبله له ګڼو نيوکو سره مخ شوي دي.

مکتوب

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

څو ورځې وړاندې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ، په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه.

د دغه وزارت د چارسمبالي ندا محمد نديم په وينا دا پرېکړه یې "د منکراتو مخنیوي" او د "شریعت د پلي کېدو" په موخه کړې ده.

نوموړي ویلي، په پوهنتونونو کې د طالبانو د حکومت له خوا وړاندي شوي "اصلاحات نه پلي کېدل" نو اړ شول چې د ځنډېدو پرېکړه یې وکړي.

ده د ښځینه محصلانو لپاره د پوهنتون درسي نصاب، نارینه محصلانو سره ټولګیو کې یو ځای تدریس، لیلیو کې د نجونو پاتې کېدل او د حجاب نه مراعتول هغه څه وښودل، چې له مخې یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې.

خو د طالبانو حکومت له ډېرې مودې راهیسې پوهنتونونه اړ کړي چې د زدکړو لپاره نجونو او هلکانو ته بېلې ورځې او یا هم جلا وختونه وټاکي.

د طالبانو دغې پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي. د اسلامي هېوادونو تر څنګ امریکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې له طالبانو د دې پرېکړې د بېرته اخيستلو غوښتنه کړې او دا يې په کلکو ټکو غندلې ده.