ډنمارک: د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو؛ عمل ته به یې په کتو پرېکړه کوو

د عکس سرچینه، pakistan foreign office
د ډنمارک بهرینو چارو وزیر جیف کوفوډ وايي، هېواد یې په رسمیت د طالبانو حکومت نه پېژني. نوموړي پاکستان ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ګډې خبري غونډې ته وویل:
''موږ د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو، هغه څه چې اوس یې موږ په افغانستان کې وینو، خورا جدي وضعیت دی، موږ دې وضعیت ته اندېښمن یو ''
ښاغلی کوفوډ وايي، که افغانستان د نړیوالو ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي پټنځای بدلېږي، ''دا به داسې څه وي، چې پر موږ ټولو به اغېز وکړي او موږ یې باید مخنیوی وکړو. ''
د ډنمارک بهرنیو چارو وزیر وايي، دوی به په کابل کې د هر حکومت په هکله د خبرو پر ځای د هغوی د کړنو پر بنسټ قضاوت کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل ډنمارکي سیال سره یو ځای خبریالانو ته وویل، ''په افغانستان کې له وینې تویېدنې او کورنۍ جګړې پرته وروستی بدلون مثبت اړخ دی '' او نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې ''د بشري ناورین مخنیوي لپاره رغنده اقدامات وکړي. ''
بل لور ته د ډنمارک بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، ډنمارک بهرنیو چارو وزیر پاکستاني چارواکي هڅولي د ټولشموله حکومت رامنځته کولو او بشري حقونو ته درناوي په ګډون د خپلو ژمنو پوره کولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

د عکس سرچینه، pakistan foreign office
د ډنمارک بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، ''که څه هم دواړه وزیران پر ټولو موضوعاتو موافق نه وو، '' خو په اعلامیه کې د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر سره د ښاغلي کوفوډ لیدنه 'رغنده ' بلل شوې ده.
له دې مخکې 'د سپتمبر پر ۲۱ مه ' د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي و چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو سره به په شریکه د طالبانو حکومت منلو یا نه منلو پرېکړه کوي.
ښاغلي خان په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال جان سپمسن ته یوه مرکه کې ویلي و، د اپرېکړه به د بشري حقونو په تړاو د دوی ژمنو ته په کتو او پر دې بنسټ کېږي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي او طالبان به یو ټولشموله حکومت رامنخته کوي.
نژدې یوه نیمه میاشت کېږي، چې طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړی او سرپرسته کابینه یې اعلان کړې، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
طالبانو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته هم د وینا غوښتنه وکړه، خو په هغه غونډه کې هم د افغانستان په استازولۍ چا خبرې و نه کړې.








