روسیې ته د امنیت شورا د مشرۍ سپارل کېدو اوکرایین غوسه کړی

د عکس سرچینه، Reuters
روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوبتي مشري ترلاسه کړه.
دا په دې مانا ده چې امنیت شورا به د یو داسې هېواد لخوا رهبري کېږي چې د ولسمشر خلاف یې د جنګي جرمونو په تور د نیول کېدو نړیوال حکم صادر شوی.
د ولادیمیر پوتین د نیول کېدو حکم تېره میاشت د جرمنو نړیوالې محکمې صادر کړ.
دغه محکمه د ملګرو ملتونو اړونده نه ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ غړي لري چې هر یو یې په نوبت سره یوه میاشت ریاست پر غاړه اخلي.
روسیې چې کله د تېر کال فبرورۍ کې د دې شورا مشري کوله، نو پر اوکرایین یې یرغل وکړ.
اوس دا مشري داسې مهال ورسپارل شوې، چې اوکرایین د دې شورا له غړو غوښتل چې د دې کار مخه ونیسي.
خو روسیه د امریکا، چین، بریتانیا او فرانسې ترڅنګ د امنیت شورا دایمي غړې ده.
امریکا ویلي چې د اوکرایین له شکایت سره سره روسیې ته د دې شورا د ریاست سپارل کېدو مخه نه شي نیولی.
د امنیت شورا د مشرۍ رول تر ډېره پروسیجري بڼه لري، خو ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نېبېزیا تاس خبري اژانس ته ویلي، پام کې لري چې د وسلو د کنټرول په ګډون د بېلابېلو بحثونو څارنه وکړي.
نوموړي زیاته کړې پر "نوي نړیوال نظم" هم غږېږي چې د ده په وینا د "اوسني یو قطبي نظم" ځای نیسي.
بلخوا د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا بیا روسیې ته د امنیت شورا د مشرۍ سپارل "تر دې دمه د اپریل فول تر ټولو ناوړه ټوکه" بللې.
هغه ویلي دا په زغرده د دې ښودنه کوي چې "د نړیوال امنیت د دغه جوړښت د فعالیت څرنګوالي کې یو شی سم نه دی."
د اوکرایین د ولسمشر یوه سلاکار 'میخایلو پودولیاک' بیا دا ګام "پر نړیوال قانون بل تېری بللی."
هغه ویلي "داسې اداره چې یرغلګره جګړه پرمخ وړي، د بشري او جرمي قانون له نورمونو سر غړوي، د ملګرو ملتونو منشور له منځه وړي او اټومي خوندیتوب ته پام نه کوي، د نړۍ د دغه مهم امنیتي ارګان مشري نشي کولی."
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي خو لا تېر کال امنیت شورا کې د اصلاحاتو او یا یې له یوه سره د منحلېدو غوښتنه کړې وه.
هغه دا شورا تورنه کړې وه چې د روسیې یرغل مخنیوي لپاره د کافي ګامونو پورته کېدو کې پاتې راغلې.
ښاغلي زېلېنسکي دا غوښتنه هم کړې وه چې له روسیې دې د دې شورا غړیتوب واخیستل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو امریکا وايي لاسونه یې تړلي او دا چې د ملګرو ملتونو منشور د امنیت شورا د یوه دایمي غړي د اېستلو اجازه نه ورکوي.
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مسوولې 'کارین جین بیرې' روانه اوونۍ یوې خبري ناستې ته وویل "له بده مرغه، روسیه د امنیت شورا دایمي غړې ده او د دې حقیقت بدلولو لپاره کومه ممکنه نړیواله قانوني لاره چاره نشته."
هغې زیاته کړه متحد ایالتونه پوهېږي چې مسکو به "په [امنیت] شورا کې د خپلې څوکۍ په کارولو سره د غلطو مالوماتو خپرولو ته دوام ورکړي" او دا چې په اوکرایین کې به خپلې کړنې توجیه کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه نړیواله اداره ده چې د سولې د ټینګښت مسوولیت لري.
دا شورا د پنځو دایمي غړو ترڅنګ لس غیر دایمي غړي لري.











