امریکا: اوکرایین مو پر روسیې برید ته نه دی هڅولی

د عکس سرچینه، Maxar Technologies/Handout via Reuters
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، واشنګټن اوکرایین نه دی "هڅولی" چې پر روسیې برید وکړي او اهداف یې په نښه کړي.
ښاغلي بلینکن دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې مسکو پر کیېف تور ولګاوه چې، د روسیې پر درېیو هوايي ډګرونو یې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
له دغو درېیو هوايي ډګرونو دوه یې له اوکرایینه په سل میله واټن کې پراته دي.
اوکرایین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په پرله پسې ډول امریکا او متحدینو ته خبرداری ورکړی، چې اوکرایین ته د اوږده واټن ویشتونکي وسلو په ورکولو سره "له سرې کرښې" تېر نه شي.
د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځي اتحاد کیېف ته د دا ډول وسلو د ورکړې خبره رد کړې.
د تېرې دوشنبې پر ورځ د ریازان او ساراتوف په سیمو کې د روسیې په هوايي ډګرونو کې د چاودنو رپوټونه ورکړل شول. دا هغه ځایونه دي چې د روسیې بمب غورځوونکې الوتکې پکې ځای پر ځای شوي او د اوکرایین د انرژۍ پر مهمو زیربناوو منظم توغندیز بریدونه کوي.
روسیې ویلي، یو بل برید د سه شنبې پر ورځ د کورڅک په سیمه کې شوی چې اوکرایین سره ګډه پوله لري.

د عکس سرچینه، Reuters
روسیې د دوشنبې پر ورځ پر اوکرایین د توغندیو وروستی برید هغه مهال وکړ چې په ټول هېواد کې یې پر بېلابېلو هدفونو ۷۰ توغندي لګېدلي وو، سیمه ییزو چارواکو ویلي، څلور تنه پکې وژل شوي دي.
ټول هېواد کې اوس میلیونونه کسان له برېښنا او اوبو بې برخې دي، دا وېره شته چې ښايي ژمي کې یو شمېر خلک د سړې هوا له امله مړه شي.
د سه شنبې پر ورځ ښاغلي بلینکن روسیه تورنه کړه، چې هڅه کوي ملکي زېربناوې چې عامو خلکو ته تودوخه، اوبه او برېښنا ورکوي له منځه یوسی.
نوموړي ویلي:" مونږ نه اوکرایین هڅولی او نه اجازه ورکوو چې په روسیه کې دننه برید وکړي، خو مهمه خبره دا ده چې په دې پوه شو، اوکراینیان هره ورځ پر خپل هېواد د روسیې له یرغل سره ژوند کوي."
هغه زیاته کړې:" روسیه هغه وسلې او تجهیرات لري چې د خپل ځان او خاورې دفاع پرې وکړي."
د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټېن هم ټینګار کړی، چې امریکا به د اوکرایین مخه و نه نیسي چې د خپل اوږد واټن ویشتونکي بریدونو ظرفیت لوړ کړي.
ښاغلي اسټېن ویلي:" لنډ ځواب،نه دی، مونږ هېڅ کله دا کار نه کوو."
هغه همدا راز زیاته کړې چې، واشنګټن لا د مخه اوکرایین سره د امنیت په برخه کې د ۱۶ میلیارده پاونډو په ارزښت مرسته کړې.









