روسي ځواکونو د اوکرایین پر ښارونو بریدونه زیات کړي دي

د عکس سرچینه، EPA
د اوکرایین جګړه کې یو ځل بیا د روسي پوځونو بریدونو زور اخیستی او چارواکي وايي، روسي پوځیانو د اوکرایین بېلا بېلو ښارونو کې هوايي او ځمکنۍ بمبارۍ کړې دي.
په لویدیځ لفیېف ښار کې ځايي والي ماکسیم کوزیتسکي تایید کړې، چې نن دوشنبه ګهیځ پر یوه پوځي مرکزونو او د ټایرونو پر یوه پلورنځي د توغندیو لګېدو له کبله شپږ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
نوموړی وايي وژل شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
هلته په سویلي دنیپروپیتروسک سیمه کې ځايي چارواکي وايي، پر دوشنبه یو شمېر چاودنې شوې او یو شمېر توغندي د ریل ګاډي تمځای ته نژدې لګېدلي دي.
د اوکرایین خارکایېف ښار په منځنۍ برخه کې د ملکي خلکو استوګنې پر سیمو بمباري شوې او د روغتیا مسوولین وايي، د دې بمبارۍ له کبله پنځه کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي.
د روسیې پولې ته نژدې دې ښار کې د بریدونو له کبله درانه زیانونه اوښتي دي.
په دې جګړه کې چې اوس نژدې دوو میاشتو ته رسېږي، روسي ځواکونو د بریدونو دایره پراخه کړې ده.
هلته په اوډېسه ښار کې د مائکولیېف والي وايي، په سیمه کې د روسي ځواکونو پرلپسې توغندیز او راکټي بریدونه دوام لري.
مخکې د اوکرایین لومړی وزیر ډینس شمېهال وویل، هغه اوکراییني ځواکونه به تر پایه له روسي ځواکونو سره جګړه وکړي، چې د محاصره شوي ښار ماریو پول دفاع کوي.
نوموړی وايي، د روسیې له یوه ضرب الاجل سره سره په دې ښار کې اوکراییني ځواکونه نه دي تسلیم شوي.
په ورته مهال اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي، په ختیځ دنباس کې هېڅ یوه سیمه روسیې ته نه پرېږدي.
د یادونې ده، چې دا وروستیو کې روسي ځواکونو پر ختیځو سیمو پام ورټول کړی دی.
له امریکايي خبري شبکې اې بي سي سره یوه مرکه کې ښاغلي شمیهال ویلي، د ماریو پول پر دفاع بوختو اوکراییني ځواکونو هغه ضرب الاجل رد کړی، چې روسي ځواکونو د یکشنبې تر سهاره د تسلیمېدو لپاره ورته ټاکل و.

د عکس سرچینه، Reuters
نوموړي وویل:
''ښار تر اوسه نه دی تسلیم شوی، تر اوسه زموږ ځواکونه شته، زموږ سرتېري جګړه کوي او تر پایه به جګړه وکړي، دوی همدا اوس په ماریو پول کې دي. ''
روسي ځواکونه وايي، پر ټول ماریو پول ښار یې کنټرول ترلاسه کړی او د اوکراییني ځواکونو یوه ډلګۍ هلته د فولادو په یوه لویه فابریکه کې دي.










