د روسیې مسکوا نومې جنګي بېړۍ په تور سمندر کې ډوبه شوه

د عکس سرچینه، MAX DELANY/AFP
د روسیې دفاع وزارت وايي، هغه جنګي بېړۍ یې ډوبه شوې، چې چاودنه پکې شوې وه. د روسیې دفاع وزارت په دې هکله یوه پیغام کې ویلي، مسکوا نومې دا جنګي بېړۍ د سمندرغاړې پر لور راکاږل کېده، چې د توپاني سمندر له کبله ډوبه شوه.
پر اوکرایین د روسیې پوځ یرغل ترڅ کې دا ستره بېړۍ چې ۵۱۰ کسان پکې وو، د روسیې پوځي قوت یوه بېلګه بلل کېده.
اوکرایین چارواکي وايي، دا بېړۍ د دوی پوځیانو ویشتلې ده، خو مسکو بیا د برید یادونه نه کوي او په وینا یې په بېړۍ کې اور ولګېد او له هغه وروسته ډوبه شوه.
د روسیې دفاع وزارت مسوولین وايي، په بېړۍ کې لګېدلې اور پکې بار باروتو ته ورسېد او چاودنه پکې وشوه.
روسیه وايي، په بېړۍ کې ټول شته کسان په تور سمندر کې نورو روسي کښتیو ته لېږدول شوي دي.
روسي چارواکو پرون وختي ویل، بېړۍ لا هم په اوبو کې روانه ده، خو وروسته یې اعلان وکړ، چې مسکوا بې درکه شوې. له دویمې نړېوالې جګړې راهیسې دا ۱۲۴۹۰ ټنه درنه بېړۍ د روسیې تر ټولو لویه بېړۍ ده، چې په اوبو کې غرقه شوې.
اوکراییني چارواکي بیا وايي، مسکوا د دوی پوځیانو په نیپچون نومي توغندي ویشتلې ده.

د عکس سرچینه، Sputnik
د یادونې ده، چې دا توغندي له هغه وروسته چې روسیې کریمیا سیمه په خپله خاوره پورې غوټه کړه او په تور سمندر کې د اوکرایین لپاره ګواښونه ډېر شول، خپله اوکرایین کې تولید شوي دي.
بل لور امریکايي چارواکو د دې بېړۍ ډوبېدل 'خورا مهمه ' پېښه بللې، خو دوی نه توانیدلي ثابته کړي چې بېړۍ اوکراییني توغندي په نښه کړې ده.
د اوکرایین یوه چارواکي په وینا ښايي په بېړۍ کې تر ۵۱۰ پورې کسان وو. مسکوا پر اوکرایین د روسیې یرغل پر لومړۍ ورځ (فبروري ۲۴مه) هغه وخت مشهوره شوه، چې په سنک ټاپو کې یې د اوکراییني پوځیانو له یوې کوچنۍ ډلګۍ وغوښتل چې ورته تسلیم شی، خو هغوی په خورا واز کومي د انکار پیغام ورته مخابره کړ.
دا بېړۍ په ۱۹۸۰ کلونو کې د شوروي اتحاد په وخت کې چمتو شوې وه او هغه وخت د اوکرایین سویلي میکولایف ښار ته نژدې ولاړه وه، چې دا وروستیو کې پرې روسيې سخته بمباري کړې.









