زېلینسکي: د روسیې یرغل ټوله اروپا په نښه کوي

زېلینسکي: د روسیې یرغل ټوله اروپا په نښه کوي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، زېلینسکي: د روسیې یرغل ټوله اروپا په نښه کوي

د اوکرايين ولسمشر ولاديمیر زېلينسکي تېره شپه ناوخته په یوه وینا کې ویلي چې د روسیې یرغل یوازې تر اوکرايين محدود نه دی بلکې موخه یې 'ټوله اروپا ده'.

زېلينسکي پر لویديځوالو غږ کړی چې د روسیې د انرژۍ پر تولیداتو دې بشپړ بندیز ولګوي او اوکراین ته دې لا ډېرې وسلې ورکړي.

ده ویلي چې اوکرایین سختې جګړې ته چمتو دی او په خبره یې، روسي‌ ځواکونه اوس د دغه هېواد په ختيځ کې سره غونډ شوي دي.

زېليسنکي د المان له صدراعظم اوولف شایتس سره هم ټلیفوني خبرې کړې دي او په دې ترڅ کې پر روسیې د نویو بندیزونو د لګولو پر امکان او له اوکرايين سره په دفاعي او اقتصادي برخه کې د مرستو په اړه سره غږېدلي دي.

د سره صلیب نړېواله ټولنه: له ماریپول د خلکو د ایستلو هڅې ناکامې وې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سره صلیب نړېواله ټولنه: له ماریپول د خلکو د ایستلو هڅې ناکامې وې

په اوکرایین کې د سره صلیب نړېوالې ټولنې مشر ویلي، تېره اوونۍ له پنځو ورځو هڅو سره سره یې ډلې نه دي توانېدلي چې کلابند سرحدي ښار مار یوپول ته ورشي.

پاسکل هنټ سکایي نیوز ته ویلي چې هلته امنیتي وضعیت ښه نه و نو ځکه د دوی ډله د دغه ښار له شل کیلومترۍ بېرته راګرځېدلې ده.

د ده په وینا، دوی سره پر لاره په شخصي ګاډو کې سپاره ځینې کډوال یو ځای شول چې شمېر یې تر زرو اوړي او دوی د سره صلیب تر بېرغ لاندې او د دوی د کاروان په بدرګه زاپوريژیا ښار ته ولېږدول شول.

ښاغلی هنټ وايي، په راتلونکو ورځو او اوونیو کې دې ته ورته ډېرو عملیاتو ته اړتیا ده او په خبره یې، دوی له روسي او اوکرايي مسولانو سره په اړیکه کې دي چې د خلکو د خوندي ایستنې ډاډ تر لاسه کړي.

هلته د جمعې په ورځ په کراماټورسک کې د اورګاډي پر یوه سټېشن تر توغندیز برید وروسته له سیمې د خلکو د وتلو او ایستنې چارې له ستونزو سره مخ شوې دي او د پاسکل هنټ په وینا، تر ډېره اوس خلک د اورګاډي پر ځای په شخصي موټرونو کې وځي.

د برتیا لومړي وزیر د اوکرایین د اورګاډي کارکوونکي ستایلي دي

ده دا څرګندونې تر هغه برید یوه ورځ وروسته کړي چې په کراماټورسک ښار کې د اورګاډي پر یوه تمځي توغندی ولګېد او هغه ۵۲ تنه یې ووژل چې له دغه هېواده وتلو ته په تمه وو.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ده دا څرګندونې تر هغه برید یوه ورځ وروسته کړي چې په کراماټورسک ښار کې د اورګاډي پر یوه تمځي توغندی ولګېد او هغه ۵۲ تنه یې ووژل چې له دغه هېواده وتلو ته په تمه وو.

بورېس جانسن کيېف ته د خپل سفر پر مهال د اوکرايين د اورګاډي ادارې کارکوونکي ستایلي او هغوی یې د 'اوسپنيزو خلکو' په نوم یاد کړي دي. ښاغلي جانسن ویلي، دا د دوی روحیه او مقاومت ښيي چې څنګه 'د هغه وېروونکي یرغل پر وړاندې درېدلي چې موږ یې وینو'.

ده دا څرګندونې تر هغه برید یوه ورځ وروسته کړي چې په کراماټورسک ښار کې د اورګاډي پر یوه تمځي توغندی ولګېد او هغه ۵۲ تنه یې ووژل چې له دغه هېواده وتلو ته په تمه وو.

ځايي چارواکي‌ وايي، کيېف ته نژدې له یوه ډله ييز قبر دوه مړي رایستل شوي

یوه اوکراييني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په کيېف کې په یوه ډله ييز قبر کې لږ تر لږه د دوو ملکیانو مړي موندل شوي دي.

د دیمیترویکا ټولنې مشر 'تاراس دیدېچ ویلي، 'ځینې نور خلک هم شته چې لا مو نه دي‌ موندلي. ښايي هغه کوم بل ځای کې وي. خو دا هغو درد نشي کمولی چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي'.

که څه هم کوم خپلواک بنسټ د دې پخلی نه دی کړی خو د اوکرايين په پلازمېنه کيېف کې د ګڼو ډله ييزو قبرونو د موندل کېدو خبرونه ورکړل شوي. هغه ښار چې څه موده مخکې روسانو نېولی و.‌

نړېوالو روسیه پر جګړيزو جنایتونو تورنه کړې ده خو مسکو د ملکیانو په نښه کول رد کړي دي.

Ukrainians wait before boarding an evacuation bus

د عکس سرچینه، Reuters

د اوکرایین ختیځ‌ کې د لوهانسک والي 'سېرحي ګایدای' د دې سیمې له اوسېدونکي غوښتي‌ چې په سملاسي توګه ځانونه خوندي ځای ته وباسي.‌

هغه خبرداری ورکړی چې روسیې خپل ځواکونه راټول کړي او ګواکې پر دې سیمې د پراخ برید هوډ لري.

د روسیې پوځ د اوکرایین شمال کې د جګړې له کمولو وروسته ټول پام په ختیځ ورټول کړی دی.

لوهانسک ته څېرمه د اوکرایین ختیځ‌ کې د ډونېڅک سیمي والي پاولو کیریلېنکو هم ويلي‌ چې هلته په تازه راکټي بریدونو کې ۵ کسان وژل شوي دي.‌

هغه زیاته کړې چې دغو بریدونو کې ۴ کسان ټپي شوي هم دي.‌

د ډونېڅک والي روسیه دې سیمه کې د ملکي خلکو په وژلو تورنه کړې خو بي بي سي د هغه دا ادعا په خپلواک ډول نشي تائیدولی.‌

د بریتانیا د پوځي مرستو ژمنه

UK Prime Minister Boris Johnson shakes hands with Ukrainian President Volodymyr Zelensky in Kyiv

د عکس سرچینه، Reuters

د اوکرایین ختیځ کې د روسي ځواکونو د ستر برید د احتمال خبرداری داسې مهال ورکړ شوی چې د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د شنبې پر ورځ له وړاندې په یوه ناعلان شوي سفر کیېف ته ولاړ او هلته یې له دغه هېواد سره د نورو مالي او پوځي مرستو ژمنه وکړه.‌

ښاغلي جانسن د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلینسکي سره کتنه کې اوکرایینیان د روسیې د یرغل پر وړاندې د سختې مقابلې له کبله وستایل او ویې ویل د دې لپاره ورغلی چې د اوکرایین خلکو سره یووالی وښيي.‌

د بورېس جانسن له دغه سفر سره هممهاله لندن کې د هغه دفتر اعلان کړی چې بریتانیا به اوکرایین ته ۱۲۰ زغره وال ګادي‌ او د بېړیو ضد توغنديو سیستمونه ورکړي.‌

د بورېس جانسن حکومت تر دغه سفر یوه ورځ مخکې اعلان کړی و چې اوکرایین سره د څه باندې ۱۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کوي.

ښاغلی جانسن د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو (جي-اووه) له ډلې لومړی مشر دی چې اوکرایین کې د جګړې پر مهال دغه هېواد ته ورځي.

Boris Johnson walks around central Kyiv with President Volodymyr Zelensky

د عکس سرچینه، Reuters

‌د جمعې پر ورځ د اروپايي کمېسیون رئیسه 'اورسولا وون دېر لیېن' او د اروپايي ‌ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول جوزف بورېل اوکرایین ته تللي وو.‌

ښاغلي بورېل ددغه سفر پر مهال وویل چې کیېف کې یې د اروپايي ټولنې سفارت بېرته پرانیستی دی.

دغه سفارت د اوکرایین پلازمېنې ته د جګړې نږدې کېدو له وېرې په لنډمهاله توګه پولنډ ته لېږدول شوی و.