د اوکرایین جګړه؛ د بریتانیا لومړی وزیر کیېف ته تللی

کییف

د عکس سرچینه، EMBASSY OF UKRAINE TO THE UK

د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن کیېف ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر ولودومیر زيلېنسکي سره یې لیدلي دي.

لندن کې د اوکرایین سفارت پر خپله ټویټر پاڼه د دې دوه اړخیزې لیدنې یوه عکس خپور کړی دی.

دا سفر داسې مهال شوی چې ښاغلي جانسن د جمعې پر ورځ له اوکرایین سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د وسلو مرسته اعلان کړه.

د بریتانیا حکومت تر هغې وروسته اوکرایین ته د وسلو د ورکړې اعلان وکړ چې د اورګاډي پر یوه تمځای خونړي راکټي برید کې د لسګونو ملکي کسانو د مرګژوبلې راپور ورکړ شو.

دغه برید په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول.

د بریتانیا د حکومت یوه ویاند ویلي: "لومړی وزیر اوکرایین ته تللی چې د اوکرایین خلکو سره د پېوستون ښودلو لپاره له ولسمشر زیلېنسکي سره شخصآ وګوري."

هغه زیاته کړې چې دواړه مشران به د بریتانیا لخوا اوکرایین سره پر اوږدمهاله ملاتړ بحث وکړي او ښاغلی جانسن به دغه هېواد سره د مالي او پوځي مرستو نوې ټولګه اعلان کړي.

د اوکرایین جګړې مشرۍ ته نوی روسی قوماندان

روسی جنرال

د عکس سرچینه، Kremlin

لوېدیځ چارواکي وايي، یو روسی جنرال چې په سوریه کې اوږده جنګي تجربه لري، په اوکرایین کې د روسیې د پوځي عملیاتو مشر ټاکل شوی دی.

رپوټونه وايي، روسیې په اوکرایین کې په خپل پوځي مشرتابه کې بدلونونه راوستلي، چې له مخې یې جنرال الېکساندر دفورنیکوف د ځواکونو تر منځ د همغږۍ د ښه کولو په موخه عمومي قوماندان ټاکل شوی دی.

بل لور د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، روسیې په ختیځ اوکرایین کې د رېل ګاډي پر یوه تمځي د توغندیز برید پر کولو یو بوږنوونکی جرم کړی دی.

په دغه برید کې تر پنځوسو ډېر خلک وژل شوي او شاوخوا درې سوه نور پکې ژوبل شوي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر، جوزېپ بورېل، له اوکرایینه بي بي سي ته ویلي، چې د جګړې په ډګر کې د بري له نه ګټلو وروسته دا د روسي ځواکونو لخوا د اوکرایینیانو د مورال د ماتولو یوه هڅه ده.

مسکو په دغه برید کې ښکېلتیا رد کړې ده.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند، ایګور کوناشینکوف، یې پړه پر اوکراییني پوځ واچوله. نوموړی وايي:

''د اوکرايين وسله والو ځواکونو کراماتورسک کې د اورګاډي تم ځاى په توچ کايو تکتيکي توغندى ويشتلى. توچکايو تکتيکي توغندي يوازې د اوکرايين پوځ کاروي او د دغه توغندي توټې د ګراماتورسک تمځي ته ورڅېرمه موندل شوې دي. ''

اوکرایني ولسمشر ولودیمر زېلينکسي، د روسیې ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې د هغه په ټکو، دا یو داسې شیطان دی، چې هېڅ حد نه لري.

A woman walks amid destruction on a street in the town of Bucha, on the outskirts of Kyiv

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتو ویاند، ستیفان دوجارېک، دا برید له نړیوال قانونه سرغړونه وبلله. د نوموړي په وینا:

''د اوکرايين په ختيځ کې د کراماتورسک د رېل ګاډي پر تمځي شوى بريد، پر ملکي وګړو او ملکي بنسټونو بريدونه هېڅ د منلو نه دي. دغه بريد ګڼ ملکي وګړي چې له سيمې د ايستل کېدو انتظار يې کاوه ووژل او ډېر شمېر نور يې ټپيان کړل. په دوى کې ډېر شمېر ښځې، ماشومان او د پاخه عمر وګړي وو. دا له بشري نړيوالو قوانينو او د نړيوالو انساني حقونو له اصولو لويه سرغړونه ده. له ترسره کوونکو سره يې بايد حساب وشي. ''

د دغه برید پر مهال رېلتمځي ته شاوخوا څلور زره کسان په داسې حالت کې ورټول شوي وو، چې په ختیځه دونباس سیمه کې د روسي ځواکونو له کېدوني پرمختګه په تېښته وو.