افغانستان کې جګړه؛ کاناډا ۲۰ زره نوي افغان کډوال مني

د عکس سرچینه، Getty Images
کاناډا حکومت اعلان کړی، چې د افغانستان جګړې له کبله به له خطر سره مخامخ ۲۰ زره افغانان د کډوالو په توګه ومني.
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:
''له دې کبله چې افغانستان کې وضعیت د خرابېدو لور ته ځي او د افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ دی، له دوی سره د مرستې په پار موږ د بیا مېشتېدو په هکله خپل پروګرام ته پراختیا ورکوو او هوډ لرو چې ۲۰ زره داسې افغانانو ته د اوسېدو اجازه ورکړو چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی او دا پروسه به لا چټکه کړو. ''
کاناډا حکومت وايي، په افغانستان کې د وضعیت خرابیدو له امله اندېښمن دي، چې له کبله یې ګڼ افغانان له خطر سره مخامخ دي.
کاناډا حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، کاناډا ته د کډوالۍ ځانګړی پروګرام کې له مخکې لا ګڼ شمېر افغانان کاناډا ته لېږد ول شوي دي.
په اعلامیه کې دغه راز راغلي:
''موږ دلته، هلته او په ټوله نړۍ کې بې وقفې فعالیت کوو، چې ژر تر ژره خلک په امنیت کې شي. له تېرو څو اونیو راهیسې موږ په کاناډا کې د ډېری خلکو د مثبت نظر شاهدان وو، چې خپله زړونه او کورونه یې پرانیستي دي. دا پراخ ملاتړ زموږ د هڅو چټکتیا لامل کېږي چې لا نورو افغان کډوالو ته کاناډا کې پناه ورکړو. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه کسان چې افغانستان کې یې کاناډايي پروژو سره فعالیت کړی او د سیکانو او هندوانو په څېر د مذهبي لږکیو هغه کسان هم دې پروګرام کې شامل بلل کېږي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له خطر سره مخامخ دي.
کاناډا له دې مخکې هم ګڼ شمېر کډوالو ته پناه ورکړې. بل لور ته د کاناډا ګڼ شمېر اوسېدونکو د حکومت دغه پلان ملاتړ کړی.
کاناډا کې د کډوالۍ، پناه غوښتونکو او تابعیت چارو وزیر مارکو مندیچینو وايي:
''افغانستان کې وضعیت بوږنونکی دی او کاناډا بې تفاوته نه شي پاتې کېدای. ''
د کاناډا بهرنیو چارو وزیر مارک ګرانیو ویلي، د افغانستان امنیتي وضعیت له نژدې څاري.
نوموړی زیاتوي موږ د خپلو افغان همکارانو 'پوروړي ' یو او د هغوی د خوندیتوب لړ کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړو.
اوسمهال د افغانستان له بېلا بېلو سیمو د جګړو له کبله زرګونه خلک د خوندي سرپناه موندلو لپاره پلازمېنې کابل ته تللي دي.
بل لور ته د خوړو نړیوال سازمان 'ډبلیو ایف پي ' په افغانستان کې د خوړو کموالی 'وحشتناک ' بللی او د انساني غمیزې خبرداری یې ورکړی.
د خوړو نړیوال سازمان یوه ویاند تامسن پهیري بي بي سي ته وویل، اوسمهال له په ۱۴ ملیونونو افغانانو له ډلې په دریو کې یو کس د خوراک له کموالي سره مخامخ دی:
''موږ سره وېره دا ده، چې راتلونکي وخت کې وضعیت تر دې هم ناوړه بڼه غوره کولای شي، او د لوږې یوه لویه څپه په چټکۍ سره رانژدې کېږي. ''










