شپږو میاشتو کې ایران ۱۱۰ زره افغان کډوال په زور ایستلي دي

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د کډوالو نړیواله اداره ای او اېم وايي تېرو شپږ میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې يوسلو دوولس زره افغان کډوال په زور ه شړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان چارواکي وايي، ددغو هېوادونو چارواکو د اسلام آباد په وروستۍ ناسته کې ور سره منلې چې له دې وروسته به دا کار نه کوي.

د افغان کډوالو د ستونزو او کړاونو په اړه دا پرمختياوې نن د جون په شلمه د کډوالو پر نړیواله ورځ رادبره کېږي.

د کډوالو نړیواله اداره وايي، د ۲۰۱۹ کال له پیل تر اوسه ایران څه باندې ۱۱۰ زره افغان کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړي دي. دا اداره وايي پاکستان بیا په همدومره موده کې تر دوو زرو ډېر افغان کډوال ایستلي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر د ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له مسولانو سره اسلام اباد کې پر اړوند مسئله درې ورځنۍ ناسته درلوده چې تېره ورځ پای ته ورسېده.

د کډوالو چارو وزارت ویاند سید عبدالباسط انصاري وايي، اسلام اباد او تهران دې ناسته کې منلې چې له دې وروسته به افغان کډوال په زور نه ستنوي.

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

"دغه وړاندیزونه د ایران او پاکستان لخوا منل شوې دي او په دې موافق دي چې له دې وروسته د ځورونې مسئله او پر افغانانو په نور فشار را نه وړي."

د کډوالو نړیوالې ادارې بي بي سي ته په استولي پیغام کې ویلي، چې د ۲۰۱۹ کال له پیل تر اوسه له ایران څه د پاسه ۸۵ زره افغانان او په ورته موده کې له پاکستانه نژدې اته زره افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا اداره وايي له اروپا هم د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۸۰۰ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

خو افغان چارواکي وايي، له اروپايي هېوادونو سره هم په دې خبرې کوي چې په زور افغان کډوال ستانه نه کړي او که یې کډوالي نه منل کیږي د خپلې دفاع لپاره زیات وخت ورکړي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال نژدې دوه میلیون افغانان په پاکستان او څه باندې دوه نیم میلیون نور ایران کې کډوال دي.