'ایران باید د دوه اړخیزې هوکړې پربنسټ له افغان کډوالو سره چلند وکړي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، ایران باید له کډوالو سره سیاسي چلند ونه کړي او د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو هوکړو له مخې چلند وکړي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی که د امریکا بندیزونه او اقتصادي فشارونه زیات شي، نو دوی به له افغان کډوالو وغواړي چې له ایرانه ووځي.
بل خوا، ایران کې مېشت یوشمېر افغان کډوال وايي، له یوې خوا ایران کې د ژوند شرایط په سختېدو دي، بل پلو افغانستان کې د نا امنۍ او کار نه شتون له کبله نه شي کولی بېرته خپل هېواد ته وروګرځي.
سید رحمن شاوخوا اتلس کاله مخکې د امریکا له خوا د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته ایران ته ولاړ او لا هم په تهران کې اوسېږي.
ده بي بي سي ته وویل، په تهران کې مزدوري کوي او د بې وزلۍ سخت ژوند تېروي، خو خپل هېواد ته د تګ زړه نه شي کولی:
"موږ له لوی مشکل سره مخ یو، که له ایرانه ووځو افغانستان کې بیخي ځای نه لرو مجبور یو په یوه دښته او بیابان کې تر خیمې لاندې به ژوند کوو."
څه باندې درې میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي چې د ډېر شمېرو یې د ژوند شرایط لکه سید رحمن په شان دي.

د عکس سرچینه، ENSAFNEWS.COM
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي، په ایران کې درې میلیونه کډوالو دوه میلیونه کاري بوختیاوې اشغال کړي چې هر کال شاوخوا له درېیو تر پنځه میلیاردو یورو له ایرانه بهر کوي.
دی وايي، په ټوله کې ایران کې دا کډوال اته میلیارد ډالره لګښت لري که د امریکا لخوا تحریمونه زیات شي او د تېلو پلور یې صفر ته راولوېږي، نو ایران د خپل اقتصاد لپاره اړ دی چې له دې کډوالو وغواړي له ایران څخه ووځي.
له ایران سره تړون
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیالې ډاکټر عالمې بي بي سي ته وویل، که ایران د افغان کډوالو ایستلو ته ملا وتړي، نو دوی به ژر تر ژره پر وړاندې ګام وچت کړي:
" موږ له ګاونډيو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان سره دې هوکړې ته رسېدلي يو چې د کډوالو بحث سیاسي نه بلکې د بشري حقونو اړوند دی. موږ له ایران سره څو اړخيز تړونونه لرو، په دې اړه به ګامونه واخلو او له ایران سره به پر دې مسالې خبرې وکړو. که څه هم دا نوې موضوع نه ده او له بندیزونو وروسته ګڼ افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي یا اجباري رایستل شوي ځکه چې هلته يې حالت بد شوی و."

د عکس سرچینه، .
له څو میاشتو راهیسې چې پر ایران د امریکا بندیزونه زیات شوي د افغان کډوالو د ایستولو خبرونه هم ورسره ډېر شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي، په تېر یوه کال کې شاوخوا اته لکه افغان کډوال په خپله خوښه له ایران څخه وتلي دي.








