ایران: د بندیزونو له کبله ښايي افغان کډوال وایستل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، د امریکا د بندیزونو له کبله د ایران عوایدو کې د روان کړکېچن کمښت په دوام سره ښايي تهران له افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو غوښتنه وکړي.
د 'ایرنا' خبري اژانس د رپوټ له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي: ''اوسمهال په ایران کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال دي چې دوه میلیونه یې په کار بوخت دي ااو هر کال درې تر پنځو میلیاردو یورو له ایران بهر ته وځي.''
ښاغلی عراقچي زیاتوي ''اوس چې ۴۶۸ زره افغان زدکوونکي په ایراني ښوونځیو کې وړیا درس وايي؛ حال دا چې هر یو یې ۶۰۰ یورو کلنی لګښت لري. ۲۳ زره افغان محصلین په ایراني پوهنتونونو کې پر زدکړو بوخت دي چې هر یو یې ۱۵ زره کلنی لګښت لري.''
د دغه ایراني چارواکي په وینا، په کور د ننه بې ځایه شوي اته میلیارده ډالر لګښت لري. که بندیزونه دوام وکړي او زموږ د تېلو پېر او پلور صفر ته ورسېږي، ایران مجبو دی د خپل اقتصاد لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي.
ایران وايي، په دې صورت کې دوی اړ دي چې له افغان کډوالو وغواړي چې له ایرانه ووځي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي دا هم ویلي چې ''له بشري اړخه موږ نه غواړو داسې کار دې وشي، خو که اړ شو چې داسې کېږي نو مسؤولیت به یې د امریکا پر غاړه وي؛ هماغه هېواد کې چې افغانستان یې کړکېچ ته بوولی دي.''
نوموړي اروپايي قدرتونو ته خبرداری ورکړ چې د اتومي هوکړې په چوکاټکې ایران د ګټو نه خوندي کولو په صورت کې به ایران د نشه يي توکو د قاچاق مبارزې لګښت، امنیتي مسلې او د کډوالو د منل ونه شي زغملی، چې د ولسمشر روحاني په وینا، دا د اروپا پر امنیت پورې هم تړاو لري.
امریکا په وروستیو کې پر ایران خپل اقتصادي بندیزونه او فشار ډېر کړی او اتو هېوادونو ته د ایران د تېلو د وارداتو معافیت نه غځول هم اعلان شوي، چې اوس د ایران پر اوسپنې هم بندیز لګول شوی.
په تېر څه کم یوه کال کې د ډالر پر وړاندې د ایران د ریال ارزښت بیخي راټيټ شوی.
په ورته وخت کې پر ایران د امریکاد بندیزونو ډېرولو سره له ایرانه د افغان کډوالو د وتلو او ایستلو لړۍ هم چټکه شوې ده.
د تېرې ډیسمبر میاشتې لومړیو کې د کډوالو چارو نړیوال سازمان په خپل رپوټکې ویلي وو چې ''د روان کال د جنورۍ له ۱ د جولای تر ۱ پورې څه باندې ۷۲۱ زره افغان کډوال په خپله خوښه له ایران نه افغانستان ته ستانه شوي او یا اخراج شوي دي.''
دا کچه له ۲۰۱۷ کال مخکې مودې څه باندې ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
په تېرو څو کلونو کې ایران ته د ناقانونه افغان کډوالو لړۍ هم دوام موندلی چې ایران بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
دا هم ولولئ:









